چینایی چارواکی واشنګټن ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی

د چین او امریکا رپی

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د روان ۲۰۱۲ کال له پیله د واشنګټن بیجینګ ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

له هانګ کانګ څخه رپوټونه وايي یو چینایی چارواکی د امنیت وزارت امریکا ته د جاسوسۍ او محرمو اسنادو د افشا کولو په تور نیولی دی.

رپوټونه وايي، چې دغه چارواکي د امنیت وزارت د مرستیال ځانګړی همکار او سکرتر و.

ویل کیږي چې تورن د روان کال په لومړیو کې نیول شوی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ددغه د نیولو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

که چېرې دا خبر ثابت شي، نو دا به درېیم ځل وي چې د چین- امریکا ترمنځ اړیکي په څو میاشتو کې ورو ورو خرابېدونکي دي.

د چین او امریکا ترمنځ د جاسوسۍ د تورونو لړۍ په تړاو تورونه او نیونې له ۱۹۸۵ کال راهیسې پیل شوې دي.

هغه مهال یو چینایی استخباراتي مشر یو کیانګشینګ امریکا ته د جاسوسۍ او خدمت په تور ګوښه شو.

سیمه ییز راپورونه وايي، چې د امریکا مرکزي استخباراتو (سي آی اې) دغه چینایی چارواکی ګمارلی و.

د تېرې مۍ په ۲۵مه خپاره شوي یوه بل راپور کې راغلي چې "ښاغلی یوکیانګشینګ د هغې ښکلې ښځې مینې پسې واخیست چې سي آی یې ګمارلې وه."

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي "د دغه تورن کار ډېر اغېزناکه او ویجاړوونکی و، چې د تېرې جنورۍ په میاشت کې ونیول شو. پر نوموړي تور دی چې څو کاله یې امریکا ته جاسوسي کوله."

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.