فسیبوک "راتلونکی کال ګرځنده تیلې فون جوړوي"

د عکس سرچینه، Getty
- Author, ژباړه
- دنده, هدایت الله همیم ـ کابل
ځینې رپوټونه وايي چې د خواله وېبپاڼه (ټولنیزه وېبپاڼه) فیسبوک راتلونکی کال د ګرځنده تیلې فون جوړولو هوډ لري، چې ددې کار لپاره یې ځینې تکړه انجنیران هم ګمارلي دي.
"نیویارک ټایمز" ورځپانې د "فسیبوک" د سرچینو له قوله ویلي، چې د جوړېدونکي ګرځنده تیلې فون لپاره یې د "اپل" شرکت شپږ انجنیران ګمارلي دي.
په وروستیو کې فسیبوک ویلي وو چې د ګرځنده تیلې فون له لارې د فیسبوک کاروونکو په ګڼه ګوڼه پسې د نه رسېدو له ستونزې سره مخامخېدونکی دی.
اوسمهال پر کمپیوټر سربېره، د فیسبوک ګڼ کاروونکي ګرځنده تیلې فونونه کاروي.
فیسبوک وايي چې لا له وړاندې یې د "اپل" او "اندرویډ" شرکتونو په همکارۍ د ګرځنده تیلې فونونو کارونې یو ځانګړی سوداګریز الکترونیکي ځای جوړ کړی دی.
نیویارک ټایمز وايي، فیسبوک هڅه کوي چې د نوي ګرځنده تیلې فون جوړولو لپاره د آیفون جوړولو شرکت تکړه انجنیران وګماري.
ورځپانې د فیسبوک د یوه چارواکي په حواله لیکلي چې "د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربیرګ په دې وېره کې دی چې ګني ګرځنده تیلې فونونو کې د فیسبوک کاروونکي په ډېرېدو دي. "




