په نړۍ کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه په لوړېدا ده

د عکس سرچینه، bbc
د کار نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په ګرده نړۍ کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه په لوړېدا ده.
د دغه سازمان په نوي راپور کې ويل شوي ډېری مسلکي کسان پارټ ټايم يا په ورځ کې د څو ساعتونو کار او هم غير مسلکي کارونو ته مجبوريږي.
سازمان وايي چې اوس مهال د نړۍ ٪۱۳ ځوانان بې کاره دي، چې تر راتلونکو څلورو کالو پورې به دا کچه ډېره لوړه شي.
دوی خبرداری ورکړی چې شپږ ميليونه نور ځوانان د کار موندلو په لټه کې ګيچ او نهيلي شوي دي.
دغه سازمان پر حکومتونو ټينګار کړی چې خلکو ته د کار موندل د خپلو کاري لومړيتونو په سر کې ځای ورکړي.
د کار نړیوال سازمان یا (ILO) وايي، چې ګڼ مسلکي ځوانان د نیمې ورځې کار او یا هم نامسلکي کار ته اړایستل کېږي.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې د بې کارۍ له دې بحران څخه تر شپږ میلیون ډېر خلک اغېزمن شوي، او د کارونو په لټه کې دي.
سازمان له حکومتونو غوښتي چې د ځوانانو لپاره د کار موندې مساله پخپلو لومړیتوبونو کې راولي.
له ۲۰۰۷ راهیسې، د ځوانانو کسانو د بې کاره کچه څلور میلیون لوړه شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty
دغه سازمان وايي، چې په نړۍ ک د ۱۵ او ۲۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو ځوانانو د بې کارۍ کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې، چې شمېر یې ۷۵ میلیون کسانو ته رسېږي.
راپور کاږي چې په اروپايي اتحادیه کې، له هرو پنځو ځوانانو یې یو د کار په لټه کې دی.
راپور زیاتوي چې تېر کال په شمالي افریقا کې شاوخوا ٪۲۷.۹ ځوانان بې کاره وو، چې د تېر کال عرب پسرلي له پیل راهیسې دا کچه پنځه سلنه نوره هم لوړه شوې ده.
په منځني ختيځ کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه ۲۶.۵ سلنې ته ختلې ده.








