اولاند: فرانسویانو "بدلون" غوره کړ

اولاند

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، کیڼ اړخی سوسیالیست اولاند له فرانسوا میتران وروسته د سوسیالیست کمونیست ګوند دویم ولسمشر دی.

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سوسيالست کانديد فرانسوا اولاند د فرانسۍ نوى ولسمشر ټاکلى شوى دى او نېکولا ساغکوزي ته يې ماتې ورکړې ده.

فرانسوا اولاند د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې ۵۱.۵۶ سلنه او د هغه سیال نیکولا سارکوزي د ۹۰ سلنې رای اچوونکو له رایو ۴۸.۴۴ سلنه وګټلې.

په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کچه ۸۰ سلنه ښودل شوې ده.

د فرانسې خبري رسنیو د رای اچونې د مرکزونو له بندېدو سره د اولاند بریا اعلان کړه.

بل خوا، د فرانسې مخکني ولسمشر او د اولاند ټاکنیز سیال اولاند ته د نوې څوکۍ د بریا غوښتنه او تمه کړې ده.

په دې سره سارکوی له یونان، اسپانیا او ایټالیا وروسته هغه وروستی اروپایی ولسمشر دی، چې د اقتصادي بحران په لړ کې له دندې لیرې کېږي.

کیڼ اړخی سوسیالیست اولاند له فرانسوا میتران وروسته د سوسیالیست کمونیست ګوند دویم ولسمشر دی.

فرانسوا میتران له ۱۹۸۱ تر ۱۹۹۵پورې د فرانسې ولسمشري کړې ده.

شنونکي وايي، د اولاند بریالیتوب د یورو کاروونکو هېوادونو پر غوښتنو او اقتصادي وضعیت اغېز کولی شي، په ځانګړې توګه د هغه سیاسي کړنلاره او ټاکنیز پیغامونه په نېک پال نیول کېږي.

د اولاند د بریالیتوب په خوشالۍ کې د هغه پلویان د پاریس باستیل سیمې ته راوتلي وو او خوښۍ یې کولې.

اولاند په خپله لومړۍ وینا کې پلویانو او فرانسویانو ته په خپل پلرني ښار تول کې وویل "نن زه خپله زموږ د هېواد د راتلونکي مسؤولیت لرم، موږ پوهېږو چې اروپا موږ ته په تمه ده."

ښاغلى اولاند چې له ١٩٨٠ لسیزې راهيسې لومړى سوسيال سياستوال دی چې د ولسمشرۍ ټاکنې يې گټلې دي، په خپله وینا کې وویل " وياړ کوم چې د دې جوگه شوم چې ولس ته مې بيا هيله ورکړې ده."

سارکوزي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، سارکوزي ښاغلي اولاند ته د بریالیتوب هیله کړې ده.

اولاند وويل مالي سپما به نوره يوازینۍ لاره نه وي، او دی غواړي چې د ولسمشرۍ قضاوت يې پر دې اساس وي چې څنگه عدالت رامنځ ته کړي او څنگه له فرانسوي ځوانانو سره مرسته کوي.

په پام کې ده چې هولاند لږترلږه د ولسمشرۍ واګي د روانې مۍ پر لسمه رسماً ترلاسه کړي.

ښاغلی اولاند به جرمني او بیا په متحده ایالتونو کې د اتو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې ګډون وکړي.

د فرانسې نوي ولسمشر ژمنه کړې چې له افغانستان څخه به فرانسوي پوځيان ژر وباسي.

اولاند په انتخابي کمپاین کې ژمنه کړې چې د لویو مؤسسو مالیې به ډېرې کړي، او پر هغو شتمنو کسانو به د مالیې کچه زياته کړي چې کلنى عاید يې له یو میلیون یورو ډېر دی.