۱۶۰۰ فلسطيني بندیان د نه خوړو اعتصاب کوي

په اسراییلي زندانونو کې شاوخوا هغو ۱۶۰۰ فلسطيني بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی، چې له ډېرې مودې راهیسې هلته بندیان دي.
دوی دا کار "د فلسطين بندي" د ورځې په رارسېدو سره کړی، چې فلسطين کې د اپریل پر ۱۷ لمانځل کېږي.
بندیان وايي چې اسراییل یې له حقونو سرغړونه کوي.
د فلسطيني ادارې د بندیانو د چارو وزیر عیسی قراقع ویلي، چې ۱۶۰۰ بندیان د اپریل پر ۱۷ د نه خوړو اعتصاب لپاره چمتووالی نیسي.
قراقع پر اسراییلو غږ کړی چې له بندیانو سره انساني چلند وکړي او د بندیانو له نړیوالو حقونو پښې هاخوا وانه ړوي.
نوموړی زیاتوي، چې په اسراییلي زندانونو کې اوس وضعیت ډېر خراب دی، او اسراییلي حکومت باید " له بندیانو د فلسطيني جګړه مارو ډلو غچ وانه خلي."




