واورې ښویېدو پاکستاني پوځيان لاندې کړي

د عکس سرچینه، AP
له پاکستان څخه راپورونه وايي چې یو شمېر پاکستاني پوځيان د همالیا په غرونو کې واورو ښووېدنې راګېر کړي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس بي بي سي ته وویل ځینې مړي رایستل شوي دي، خو د ژغورل شوو یا مړو شوو دقیقه شمېره یې ونه ښوده.
دغه پېښه له سیاچین سره نژدې د کراکروم په سیمه کې شوې ده، په دغې سیمه کې هندي او پاکستاني پوځیان میشت دي.
د ژغورنې ډلې د پېښې سیمې ته روانې شوې دي.
سیمه ییزو تلوېزیونونو ویلي، پېښه د کراکورم د غره په ختيځه لمن کې شوې ده.
د پاکستان د پوځي ویاند جنرال اطهر عباس ویلي، واورې پر یوه پوځي کمپ راغلې چې دا مهال د ژغورنې ډله د پوځيانو پر ژغورنې بوخته ده.
په دغه غرنۍ سیمه کې زرګونه پاکستاني پوځيان ځای پرځای شوي وو.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د دې سیمې پر سر د پاکستان او هند ترمنځ شخړه ده.
پېښه نن سهار (شنبه/اپریل اوومه) شوې ده.
د همالیا د غرونو د لړۍ په دغه پرته سیمه کې تر ډېره سختې ډېرې واورې کېږي، چې هر کال یو شمېر کسان په کې مري.
سیاچن کلاشیر، چې د سمندر له سطحې نژدې ۶۷۰۰ متره لوړه ده، د نړۍ له لوړو سیمو ګڼل کېږي.
په ۲۰۰۳ کې د پاکستان او هند ترمنځ اوربند اعلان شو، خو په دې سیمه کې ددواړو هېوادونو خپل پوځيان ځای پرځای کړي دي.








