کابل د بگرام اډې کې قرانکريم ته د سپکاوي پلټنه کوي

د عکس سرچینه، AP
افغان حکومت د بگرام اډې کې د امريکايانو په لاسو د قرانکريم د ځينو نسخو د سوځولو د پلټنې لپاره پلاوى ټاکلى دى.
د افغان ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر حامد کرزي ددې پېښې غندنه کړې ده او ويلي ېې دي چې ددې پېښې د پلټنې لپاره ټاکل شوي پلاوي کې د عالمانو دشورا او د حج او اوقافو د وزارت استازي شامل دي.
د ولسمشر کرزي وياند، ايمل فيضي، بي بي سي ته وويل " چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان ولسمشر کرزي سره د تيلي فوني تماس له لارې ددې پېښې له امله افغان حکومت او ولس څخه بخښنه غوښتې ده".
دا پلاوى به د ا پېښه څيړي اوخپل راپور به ولسمشر ته وړاندې کوي.
د پلاوي مشري به د عالمانو د شورا غړى مولوي محی الدین بلوچ کوي، او مولوي خالقداد، د حج او اوقافو وزارت معین عبدالحکیم منیب او ددې وزارت د علمي ټولنې رئیس مفتي حجت الله نجیح ېې د غړو په توگه ټاکل شوي دي

د عکس سرچینه،
بلخوا د مشرانو جرگې يوۀ غړي نثار حارث بي بي سي ته ويلي دي چې د مشرانو جرگه هم په بگرام اډې کې اسلامي مقدساتو ته د امريکايي ځواکونو لخوا د سپکاوي د پلټنې لپاره يو شپږ کسيز پلاوى بگرام ته ليږي.
دا پېښه چې نن رامنځ ته شوې وه د امريکايي ځواکونو قوماندان ېې افغان ولس څخه بخښنه غوښتې ده. ددې نه وړاندې لوى شميرکسانو ددې پېښې پر ضد لويه مظاهرې کې د بگرام امريکايي اډې کې اسلامي مقدساتو ته شوى سپکاوى وغندلو.




