کنګل شوې اوبه د قاتل پوځي د وژلو سبب شوې

د عکس سرچینه، AP
په واشنګټن کې امریکايي پولیسو ویلي د هغه امریکايي قاتل پوځي مړی یې موندلی، چې په عراق کې جنګېدلی او په تېر کې یې د یوه پارک ساتونکې هم وژلې ده.
پولیسو د بنیامین کولټن بارنز مړی داسې مهال وموند، چې د واشنګټن په مونت رینر ملي باغ کې یې په تېره یکشنبې یې یوه ساتونکې له دې کبله وژلې وه، چې هغې د لارې د خلاصولو غوښتنه ترې وکړه.
پولیس وايي، بنیامین پارک ته پر عمومي سړک خپل ګاډی درلوی و، خو د ساتونکې له غوښتنې وروسته یې ساتونکې په ډزو ووژله.
پولیس د ۲۴ کلن بارنز په لټه کې وو.
د واشنګټن د پولیسو مشر ویلي، ډېر احتمال شته چې بارنز د لویو کبانو هغه ځای ته تللی وي، چې اوبه پکې کنګل شوې او له خپلې عادي سطحې یو نیم متر پورته شوې دي.
پولیسو دا هم ویلي چې د بارنز ګاډی او په هغه کې یې د ده وسله، او د مرمۍ ضد دریشي او د ژغورلو جاګټ هم موندلي دي.
راپورونه وايي چې بارنز دماغي ستونزه لرله.




