سعودي کې یوه ښځه د جادو په تور اعدام شوه

د سعودي محکمه
د عکس تشریح، د بي بي سي د سیاسي چارو خبریال سبستیان آشر وايي، د کورنیو چارو وزارت ویلي، د سعودي سترې محکمې ددې جادوګرې د اعدام پرېکړه وکړه، خو د پرېکړې او تور په اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

د سعودي خبري رسنیو ویلي، چې د هېواد په شمالي ولایت "الجوف" کې د عبدالحلیم بن سلام ناصر د لور امينې سر غوڅ کړای شو.

دا دویم ځل دی چې په روان کال کې د سحر او جادو په تور تورن اعدامېږي.

تر دې وړاندې په سپتمبر کې هم یو سودانی د جادو په تور اعدم شو.

د بي بي سي د سیاسي چارو خبریال سبستیان آشر وايي، د کورنیو چارو وزارت ویلي، د سعودي سترې محکمې ددې جادوګرې د اعدام پرېکړه وکړه، خو د پرېکړې او تور په اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

د سعودي حکومت پلوې "الحیاة "ورځپاڼې – چې لندن کې خپرېږي – د عربستان د امر بالمعروف د ډلې د یوه کس په حواله ویلي، اعدام شوې جادوګروه نژدې ۶۰ کلنه وه، چې په وینا یې خلک یې د پیسو ورکولو په مقابل کې تېرایستل.

دغې جادوګرو به خلکو ویل چې ګني د ناروغیو درملنه یې کوي.

د بي بي سي خبریال زیاتوي، دغه تورنه د ۲۰۰۹ په اپریل کې نیول شوې.

"د اسلام لپاره خطر "

خو د بښنې نړیوال سازمان وړاندې د هغو سعوديانو ملاتړ کړی چې د جادوګرۍ په تور په اعدام محکوم شوي وو.

دغه سازمان وايي چې وړاندې ددغې ښځې په تور نه وو خبر.

د ویلو ده چې سعودي کې د اعدام شوی جادوګر د ژغورلو لپاره د بښنې نړیوال سازمان ډېرې هلې ځلې وکړې.

په ۲۰۰۷ کې هم یو بل مصری د ښځې او میړه ترمنځ د جلا کولو په تور اعدام شو.

خو لبنانی چې په یوه تلوېزیوني پروګرام کې کارکوونکی هم و، د اعدام سزا ورته واورول شوه.

پر هغه د بخت معلومولو تور و، خو سترې محکمې له دې کبله خوشی کړ، چې ګني د هغه دا کار نورو ته زیان نه رسوي.