ایراني فلم د بي بي سي نړیواله جایزه وګټله

د عکس سرچینه، b
د برتانیا پلازمېنه لندن کې د ایراني فلم پروډیوسر اصغر فرهادي ''جلاوالی: نادر او سیمین'' په نامه یوه ایراني فلم د سینما په برخه کې د بي بي سي څلورم چینل له خوا نړیواله جایزه وګټله.
که څه هم فرهادي د جایزو د وېش مراسمو ته نه وو ورغلی، خو پر ځای یې جایزه د فلم یوه بل پروډیوسر نجار اسکندر ترلاسه کړه.
اسکندر د مراسمو پرمهال خپله خوښي په دې ټکو څرګنده کړه:''زه ددغه فلم په اړه د نړیوال هرکلي له کبله سخت خوشاله یم.''
منځګړې ډله
دغه ایرانی فلم له هغو پنځو فلمونو غوره شوی، چې د جایزې د ګتلو لپاره وړاندې شوي وو.
په پام کې ده چې جوایز به د جنتن روس له خوا د بي بي سي له څلورم چینل څخه د روانې میاشتې پر ۲۰مه د ماښام پر نهو بجو ووېشل شي.
دغه ایرانی فلم چې پیمان معادي او لیلا حاتمي پکې د اتلانو رول لوبولی، لومړی ایرانی فلم دی چې د سرو زرو جایزه یې وګټله.
"سپینه پیته"
د ویلو ده چې د ''سپینه پیته'' (The White Ribbon)په نامه فلم چې د اوسکار جایزه یې هم ګټلې، تېر کال د بي بي سي سي نړیواله سینمايي جایزه وګټله.
خو فرانسوۍ فلم لوبغاړې ایزابیل هیوپرت بیا سږ کال د بي بي سي د فلمونو نړیواله سینمايي جایزه ترلاسه کړه.
هیوپرت د ''د پیانو ښوونځی'' په نامه د ۲۰۰۱ کال فلم کې لوبېدلې ده.
د جایزې تر اخیستو وروسته هغې وویل چې د جایزې په ګټلو سره یې خوښي یو پردوه شوه.








