اقتصادي ستونزو د ايتاليا پر لومړي وزير فشار ډير کړ

بارلسکونې

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ايتاليا لومړى وزير ټينگ دى چې ملاتړ لري او استعفى به ونه کړي

د ايتاليا په شورا کې د لومړي وزير سلو بارلسکونې په برخليک باندې د رايې تر غورځيدا وړاندې مالي بازارونو پر ايتاليا نور فشار اچولى دى.

پهروم کې اندېښنه دا ده چې د لومړي وزير د گوند گڼ شمير غړي ښايي د بوديجې په برخه کې د دۀ پر ضد رايه ورکړي.

ښاغلى برلسکوني وايي د دۀ ملاتړ ډير دى او استعفى به ورنه کړي.

د ايتاليا د پورونو سود شپږ اعشاريه اوه درو ته ختلى دى دا هغه کچه ده چې يونان، ايرلنډ او پرتگال ورسره مخامخ شول او بيا يې مالي مرستو ته لاس اوږد کړ.

په داسې حال کې چې د يورو د کاروونکو هيوادو مشران د خپاره شوي مالي کړکېچ د کابو کولو هلې ځلې کوي، د دغې سکې درېيم ستر اقتصادي ځواک – ايټاليا هم اوس له کلک گواښ سره مخامخ شوې ده.

مشران هڅه کوي چې په پورونو کې د نښتو هيوادو د مرستې لپاره د بېلو کړو پيسو کچه تر زرو ميلياردو يورو ورسوي.

هدف دا دى چې دغو هيوادو ته د آزاد بازار پر تله په لږ سود د پور لاره هواره شي.

په دې ټول داستان کې يوه اداره شته چې ونډه يې ورځ تر بلې سترېږي او هغه د اروپا مرکزي بانک دى.

راتلونکې ونډې

په اقتصادي چارو کې د بي بي سي خبريال اندريو واکر د دغه بانک راتلونکې ونډې ته کتنه کړې ده.

دى وايي په ذهن کې د پيسو هغه اندازه در وگرځوئ چې په اروپا کې دمالي کړکېچ د مخنيوي لپاره بس کېدلى شي او بيا دغه اندازه په دوو کې ضرب کړئ.

د اروپا مرکزي بانک دغومره پيسې چمتو کولى شي، ځکه چې د مرکزي بانک په توگه يې جوړولى هم شي.

اروپايي بانک هغو هيوادو ته ارزانه پور هم ورکولى شي چې په آزاد مالي بازار کې په گران سود د پور د اخيستو وس نه لري.

په حقيقت کې، بانک لا دمخه په دغه کار لاس پورې کړى، ځکه چې د دوى بانډونه – يا د پورونو په بدل کې خپرې شوې حکومتي پاڼې يې په پيسو پېرلي دي.

تر اوسه بانک ١٧٠ ميليارده يورو لگولې دي.

که حکومتونه بل ځل په آزاد بازار کې پور ته اړ کېږي، نو مرکزي بانک کولى شي د هغوى د پوري سود کچه وغورځوي.

خو اروپايي بانک تر دې د خورا ډېر څه د کولو وس لري او دا په دې توگه چې له کړکېچ وهلو هيوادو سره د مرستې ځانگړې ادارې ته نورې پيسې ورکړي چې هغه يې بيا هيوادونو ته په پور ورکړي.

بارلسکونې
د عکس تشریح، د ايتاليا لومړى وزير اقتصادي حالت ته اندېښمن دى خو وايي سياسي برخليک يې تاوان نه مومي

دا هغه چلند و چې يو مهال يې د فرانسې ولسمشر نيکلا ساغکوزي پلوي کوله.

نو ولې دغسې نه کېږي؟

يوه خو دا ده چې د پيسو ډېره عرضه، د هغو پړسوب يا انفلاسيون رامنځته کوي، ښايي دا کار همدا اوس ونه شي، خو په راتلونکې کې يو خطر کېدلى شي.

له بلې خوا دا له حکومتي اغېز نه د يوې خپلواکې ادارې په توگه د اروپا د مرکزي بانک باور زيانمنولى شي.

په تېره بيا د جرمني ډېر وگړي ښايي پر دې اندېښمن شي.

په شلمه پېړۍ کې د پيسو د خورا ډېر پړسوب يا انفلاسيون ځينې اړخونو د جرمني پر سياسي کلتور ژور داغونه پرې ايښي دي.

د انفلاسيون له مخنيوي پرته چې اغېز يې تل ته کښېوزي، پر بل هرڅه د مرکزي بانوکونو بوختېدل په پوهېدلي ډول د ډېرو بد ايسي.

کېداى شي چې په پاى کې د اروپا د مرکزي بانک له ټول زور نه د هغه کړکېچ د مخنيوي لپاره کار واخيستل شي چې د يورو غړي هيوادونه يې راښکېل کړي دي.

خو په جرمني کې به د دې کار انگازې خورا بدې وي.