فلسطين د يونسکو بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ

د عکس سرچینه، reuters
د ملگرو ملتو کلتوري او علمي ټولنې- يونسکو په پاريس کې د غونډې پر مهال د بشپړ غړي په توگه د فلسطين د منلو پرېکړه وکړه.
د يونسکو د ١٩٣ غړو اکثريت، د امريکا او اسراييلو له کلک مخالفت سره سره، ددغې پرېکړې پلوي وکړه.
فلسطينيان د يو مهم اخلاقي بري په توګه د يونسکو پر رايه ورکولو خوښي کوي او د هېواد لرنې پر لور يې يو ګام بولي.
دا د ملګريو ملتونو له هغو ادارو ده چې فلسطينيانو يې د غړيتوب تر لاسه کولو لپاره دروازې ټکولې او له هغه راهيسې چې ولسمشر محمود عباس په تېر سپتمبر کې د ملگرو ملتونو د بشپړ غړيتوب غوښتنه کړې وه دا د دغې ادارې لومړۍ ټولنه ده چې په بشپړ غړيتوب يې مني.
د يونسکو غړيتوب د فلسطينيانو لپاره د هغې مبارزې يوه برخه ده چې له مخې يې غواړي په پراخ ډول نړيواله پېژندګلوی وګټي او پر اسراييلو او امريکا فشار راوړي.
امريکا په يونسکو کې د وېټو يا نه رايې کراونې واک نه لري او په دې توګه د فلسطين د غړيتوب پرېکړه په کې د ۲/۳رايو ملاتړ ومنل شوه.
د امريکا له مخالفت سره سره د دغو رايو په ګټلو کې د عربي هېوادونو رول ډېر مرستيال و.
په يوې احساساتي غونډې کې چين، روسيه، هند، برازيل او جنوبي افريقا د فلسطينيانو د غړيتوب په ګټه رايه ورکړه.
په داسې حال کې چې امريکا، کاناډا او جرمني يې پر ضد رايه ورکړه.
بريتانيا بيا له رايې ورکولو ډډه وکړه.
واشنګټن وايي اوس د امريکا د قانون په سيورې کې اړ دى چې يونسکو ته له خپلې بسپنې ورکولو لاس واخلي.
داسې يو ګام د ملګريو ملتونو دغه ټولنه د خپلې بوديجې لپاره له ۲۰ سلنې پانګې بې برخې کولى شي.








