سېلابونو نیویارک ته د ګیلاني سفر لغوه کړ

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني نیویارک ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون کولو لپاره خپل سفر په هېواد کې د سېلابونو له کبله لغوه کړی دی.
د لومړي وزیر دفتر ویلي دا سفر له دې کبله لغوه شو، چې پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لړۍ په سمه توګه اداره شي.
پاکستاني چارواکي له دې کبله پړه بلل شوي، چې ګني د تېر کال له سېلاب ځپلو سره یې کافي مرسته نه ده کړې.
د موسمي بارانونو له کبله راوتلو سېلابونو تر شپږ میلیون ډېر پاکستانیان زیانمن کړل، او دا وېره شته، چې کېدای شي د څو میاشتو لپاره ځینې سمې له اوبو لاندې پاتې شي.
ژغورندویو ډلو د نورو سېلابونو وړاندوېینه کړې، او د زیانمنو کسانو لپاره یې د لانورې مرستې راټولولو غږ کړی دی.
"اندېښمن"

د عکس سرچینه، BBC World Service
ګیلاني تېره اوونۍ ایران ته ولاړ، او ولسمشر اصفي علي زرداري هم په هماغه وخت لندن ته ولاړ.
د لومړي وزیر د دفتر په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي''لومړی وزیر به سېلاب ځپلو سیمو ته ولاړ شي او د مرستې لړۍ به له نژدې وڅاري.''
همدارنګه، د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني به هم د ولسمشر پرځای د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د اصف علي زرداري پیغام واوروي.








