پاکستان: سېلاوونو لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستان وايي په سندهـ ايالت کې د سېلاو له امله د ځپل شويو کسانو کابو دوه نیم ميليونه يې په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوې دي. چارواکي وايي د اغېزمنو شويو کسانو شمېر اوس شپږ میليونه کسانو ته ور نژدې شوی دی.
د پاکستان له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې د ادارې يوه وياند ارشاد بهټي له اردو بي بي سي سره د خبرو پر مهال له نړېوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.
پر همدې مهال د اکسفام نړيواله خيريه ټولنه وايي که د پاکستان په سوېل کې مليونونو وګړو ته چې له سېلابونو اغېزمن شوي مرستې ور ونه رسېږي، نو ډېر خلک به ومري.
اکسفام چې د بيړني ځواب يوه پروژه يې پرانستې ويلي پراخې مځکې تر اوبو لاندې شوې دي.
په سل ګونو زره وګړي له خپلو مېنو بې ځايه شوي، خوړو او سرپناوو ته اړتيا لري.
دغه سېلابونه په سند کې د پرله پسې موسمي بارانونو له امله کېږي او تېر کال يې هم د سندهـ ډېرې برخې لاندې کړې وې.
د پاکستان له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې ادارې ويلي چې نړېواله مرستندويه ادارې دې د هغو لسګونو زره کسانو د ژوند ژغورلو لپاره ور ودانګي چې دا مهال له ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي د چارشنبې پر ورځ د نورو ۵۴ کسانو په وژل کېدو سره، د اورښتونو له امله د وژل شويو کسانو شمېره ۳۰۰ ته ور نژدې شوه.
دی وايي څه باندې اووه زره کسان مارانو چيچلي چې په خبره يې درملنه يې کېږي.
له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې اداره وايي د اورښتونو او سېلاوونو له امله اغېزمن شوي په سلګونو زره کسان د سترګو، نس ناستي، سينې، ملاريا او په جلدي ناروغيو اخته شوې دي.








