شننه: ګوانتنامو زندان ۸ کاله وروسته هم لا پرانستی دی

- Author, نېک چالډز ـ لندن
- دنده, ابراهيم اميري ـ لندن
د ګوانتنامو زندان د ۲۰۰۲ میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د پرانستل کیدو له مهال راهیسې جنجالي و. دا هم سمه پریکړه نه وه چې د لومړنیو زندانیانو تصویرونه چې نارنجې جامې وراغوستل شوې وې، سترګې او لاسونه یې تړلي وو وښودل شول.
د پخواني ولسمشر جورج بوش ادارې استدلال کاوه چې په دغه زندان کې پر مشکوکو بهرنیو جنګیالیو د امریکا او جینوا د کنوانسیون قوانین نه شي تطبیقیدای.
خو یوه خبره چې روښانه وه هغه دا وه چې په ګوانتنامو کې به زندانیان تر یوې نامعلومې مودې پورې ساتل کیږي. د دې استدلال پر وړاندې ډیرې قانوني ننګونې وې.
په ګوانتنامو کې دځینو زندانیانو د محاکمې لپاره د بوش د ادارې له خوا د یوې پوځي ډوله محکمې جوړول هم، له ننګونو یوه وه.
اخوا په ګوانتنامو کې له زندانیانو سره د امریکايي چارواکو چال چلند او د زندانیانو شکنجه کولو هم لانجې را پارولې وې.
د ګوانتنامو زندان نوم په ډیرو ښارونو کې د خلکو په ذهنونو کې و او داسې یې انګیرله چې دا زندان د سپټمبر د یولسمې نیټې د بریدونو په ځواب کې د بوش د ادارې ناکامه ځواب دی.
د هغه وخت په امریکايي حکومت کې ډیرو چارواکو ټینګار کاوه چې د ګوانتنامو زندان د شته والي لوړه بیه به، له خلکو سره په اړیکو کې پرې کوي.
په همدې حال کې انتقاد کوونکو نیوکه کوله چې دې زندان په نړیواله کچه د امریکا تصویر زیانمن کړی دی.
همدا نیوکې چې ډیرې شوې امریکا نژدي ۸۰۰ زندانیان یا خوشي کړل او یا یې د هغوی په خپلو هیوادونو کې زندانونو ته ولیږدول.
دمګړۍ په ګوانتنامو کې له ۲۰۰ څخه لږ کسان بندیان دي. ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې وه چې دغه زندان به د خپل حکومت په لومړي کال کې وتړي، خو دا ژمنه یې تراوسه نه ده پوره کړې.
د بي بي سي خبریال وايي د پاتې بندیانو امنیت او ځینې قانوني او سیاسي پیچلتیاوې د دې لامل شوې چې د ګوانتنامو زندان اوس هم پرانستی وي.








