چين امريکا ته د غوږ اقتصادي پېچ ورکوي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, سيد عبدالرحیم
- دنده, نيويارک
د ځينو په ګومان ګڼ شمېر امريکايان تر اوسه هم د فیل په غوږ کې ويده دي او دا خبره يې لا د زړه په غوږونو سمه نه ده اورېدلې چې امريکا اوس د نړيوالي پانګونې لپاره خوندي ځای نه دی.
خو چين اوس په ډانګ پېيلي او د ترټلو په ډکو تورو امريکا ته ويلي چې اوس هغه ورځ را رسېدلې چې امريکا د خپل ټغر سره پښې سمي وغځوي.
بيان يې وايي چې ډېرو پورونو د امريکا خوله خوږه کړې او امريکا د نورو پورونو د نشې څخه بايد لاس واخلي.
تردې چې د ډالر پرځای يې د يوې نوي سيکې د را ايستلو سپارښتنه لا ورته کړې ده.
د چين حکومت دا اعلان ددغه هېواد د يوه سرکاري خبري اژانس له لارې ورته کړی دی.
چين حق لري چې په خپله پانګه يې خوابده شي ځکه چې د چين د مرکزي خزانې تر ټولو لويه پوروړې امريکا ده.
د سپينې ماڼۍ واکمنو تر اوسه د چين دغه ترخو نيوکو ته د خولې چوڼ هم نه دی وهلی.
د واشنګټن سرکاري بيان يې د بانکي بې اعتبارۍ خبره ياده کړې لا نه ده.
مازي هومره وايي چې ولسمشر بارک اوباما خپله زور وواهه چې د اقتصادي ستونزو په حل کې پر امريکايانو د پور اعتبار ونه دروي. دا چې د پورونو د بېرته ادا کېدو تاو تر عامو امريکايانو وځي، پړه يې پر مخالفې ډلې جمهوري غوښتونکې اچولې ده.
پاتې دې دي نه وي چې پرون په پرون د امريکايانو د بې کارۍ په مياشتني راپور کې داسې شمېرې راغلي وې چې ځينوته يې د امريکا د اقتصاد په غوړولو کې د هيلې څرک مالومېده.
که څه هم په اقتصادي حساب امريکايي بازازونه په نړۍ کې ګټمن بلل کېږي، خو اقتصاد پوهان يې وايي چې د امريکا اوسني کچول اقتصاد پانګوال په تېره بهرني پانګوال د پور له ورکړې ځکه وېروي چې د خپلو پيسو د بېرته کښلو هيله نه ويني.








