حنا رباني: له مثبت ذهنیت سره هند ته راغلې یم

د عکس سرچینه، AFP
د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې له خبرو وړاندې د هند د بهرنيو چارو وزير اس ام کرشنا وويل، هند يو سوله ييز، بريالی او باثباته پاکستان غواړي، او د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر وويل، هغه له ازاد او مثبت ذهنيت سره هند ته ورغلې ده.
د بهرنيو چارو د دواړو وزيرانو ترمنځ د کشمير د لانجې په ګډون پر ټولو مسايلو خبرې روانې دي او ښايي په پايله کې د يو لړ اقداماتو اعلان هم وشي.
دا لا نه ده معلومه چې د دواړو مشرانو تر خبرو وروسته به خبري کنفرانس ورکړل شي که څنګه.
<link type="page"><caption> هند ته د حنا رباني د سفر عکسونه وګورﺉ</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/sport/2011/07/110729_hh-hina-pix-india.shtml" platform="highweb"/></link>
د تېر کال په جولای مياشت کې په اسلام اباد کې د هند او پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرانو له کتنې وروسته په خبري کنفرانس کې يو لړ ستونزې را پيدا شوې، هغه مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وو.
د هند له خبري رسنيو د خپرېدونکو خبرونو له مخې د دواړو هېوادو خلک يو تر بله د اړيکو زياتولو، يو بل ته د وېزو ورکولو او د دواړو ګاونډيانو ترمنځ پر پوله د سوداګرۍ ودې ته لېواله دي.
له حنا رباني کهر سره له ليدو وړاندې د هند د بهرنيو چارو وزير اس ام کرشنا وويل هند له خپل ګاونډي هېواد سره داسې اړيکې ساتل غواړي چې له مخې يې دواړه هېوادونه له يو بل سره همکاري وکړي.
د بهرنيو چارو د وزيرانو له ليدنې وړاندې دواړو هېوادونو د خبرو اجنډا ټاکلې وه او ويل کېږي چې خبرې به ( د امن بهير په پړاوويز ډول مخکې ځي) تر عنوان لاندې کېږي.
د سرچينو له قوله د کشمير مساله او د پاکستان له لوري د اورپکو پر وړاندې مبارزې پر سوالونو او ځوابونو هم خبرې وشي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې ډيلي ته په رسېدو وويل چې دواړو هېوادو له تاريخ نه زده کړه کړې، خو بايد په تاريخ کې پاتې نه شي.
د خبرو دا لړۍ په تېر مارچ مياشت کې پيل شوې او دواړو هېوادونو پر ټولو موضوعاتو باندې په خبرو کولو موافقه کړې ده.








