سوات درې ته څېرمه ۳ پاکستاني پولیس وژل شوي

پاکستاني پولیس وايي سوات درې ته څېرمه پر پولیسو برید شوی، چې له کبله یې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي .
پولیسو د برید پړه پر پاکستاني طالبانو اچولې ده .
د سیمې پولیسو ویلي، ۲۴ په وسلو سمبالو طالبانو د خیبر پښتونخو په شانګلا سیمه کې پر پولیسو برید کړی دی .
د شاه حسین په نامه یوه بل امنيتي ویلي، ''طالبان له نژدې غرونو راکوز شوي او پر پولیسو یې برید کړی دی .''
د ویلو ده چې د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کې له طالبانو د سوات ددرې د پاکولو لپاره پراخه عملیات وکړل .
د شمېرو له مخې، د پاکستاني طالبانو او سخت دريځ، اسلام پالو ډلو په بریدونو او چاودنو کې لږترلږه پاکستان کې ۴۵۰۰ کسان وژل شوي دي .
دغه سخت دريځې ډلې تر ډېره د افغانستان پولې ته څېرمه په قبایلي غرنیو سیمو کې مېشت دي .




