د پاکستاني خبریال په وژنه باید آی اېس آی وپوښتل شي

د بښنې نړيواله ټولنه وايي د يو پاکستاني ژورنالست سيد سليم شهزاد د مرګ په اړه پلټنه کې بايد د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس ای نه هم پوښتنې وشي.
ښاغلی شهزاد له تېرې يکشنبې اتوار راهيسې په اسلام اباد کې ورک شوی و، چې بيا يې مړی پر سې شنبې د پنجاب په بهالدين منډۍ کې وموندل شو. د ده د جسد څېړنو ښوولې چې دی له زړه سره نژدې ګوزار له امله مړ شوی دی.
دی د نامعلو کسانو له خوا په زورزياتي وژل شوی، چې بيا يې مړی په وياله کې غورځولی او تښتېدلي دي.
د مندي بهاوالدين سيمې د پوليسو افسر بي بي سي ته ويلي چې د مړي جسد له کتنې دا څرګندې شوې چې پر ښاغلي شهزاد له وژلو مخکې زورزياتی شوی دی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي د سليم شهزاد د وژنې پېښې په اړه که څوک معلومات ورکړي، دوه نيم مليون کلدارې جايزه به ورکوي.
سليم شهزاد د اشيا ټايمز انلاين ادارې مشر و. د بښنې نړيوالې ټولنې د اسيايې چارو مشر سام ضيا ظريفي وايي ښاغلي شهزاد په خپلو ليکنو کې د پاکستان پر استخباراتي کړيو نيوکې کړې وې.
په تېرو څو اوونيو کې موږ وليدل چې ښاغلي شهزاد څو مقالې ليکلې وې، او په کې يې د پاکستان پر پوځي او ستخباراتي ډلو نيوکې کړې وې، او ان ويلي وو هغه بريد چې د پاکستان سمندري ځواکونو پر اډه شوی و، په ترسره کولو کې يې له القاعدې سره همکاري شوې وه.
مخکې له دې چې دی بې درکه شي د پاکستان دنيا ټلوزيو پر لور روان و چې پر دې مساله خبرې وکړي، موږ نه غواړو مخکې له وخت قضاوت وکړو، خو پر هر حال څوک چې ښاغلي شهزاد ته خطر و، او په خپله يې هم پخوا د دغه خطر په اړه څرګندونې کړې وې، هغه استخبارتی ډلې په تېره بيا د پاکستان ای اېس ای اداره وه.
که څه هم تر اوسه دا نه څرګنده چې څه شوي دي، خو مهمه دا ده که څه پلټنه کېږي د پاکستان د ای اېس ای استخبارات هم بايد په کې وي.
د بښنې نړيواله ټولنه وايي د ۲۰۱۰ کال له جولای راهيسې د پاکستان په بلوچستان کې د لږترلږه ۱۰۰ تنه فعالانو، وکيلانو، او ښوونکيو د ورکېدنې او وژنې پېښې کښلې، په داسې حال کې چې د قربانيانو خپلوانو ډېر وخت د دغو پېښو د پړې ګوته امنيتي او استخباراتي کړيو ته نيولې ده.
د بې پولو خبريالانو نړيواله ټولنې په خپل يو راپور کې ويلي په نړۍ کې په ۲۰۰۸ کال کې ۲۹، په ۲۰۰۹ کال کې ۳۵ او په ۲۰۱۰ کال ۹۱ خبريالان تښتول شوي دي.








