نړيوال بانک: د خوړو بيې بېساري لوړې شوې دي

د خوراکي توکو يو پلورنځی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، نړيوال بانک وايي، د خوراکي توکو کمېښت په ځينو هېوادونو کې د موسمي حالاتو او په ځينو نورو کې د خوراکي توکو د زېرمو د کموالي له کبله رامنځته شوی دی.

نړيوال بانک خبرداری ورکړی چې د خوړو لوړې او څپڅپاندې بيې په پرله پسې ډول د بېوزليو خلکو ژوند ګواښي.

دغه بانک وايي د خوړو بيې د تېر يوه کال په پرتله ۳۶ سلنه لوړې شوې او د ۲۰۰۸ کال تر ټولو لوړې کچې ته نژدې شوې دي.

د نړيوال بانک مشر روبرټ زوليک ويلي دا مهمه ده چې خوړو ته لومړيتوب ورکړل شي او د هغه بېوزليو خلکو ساتنه وشي، چې خپله ډېره شتمني او پيسې پر خوړو لګوي.

د دغه بانک نوې شمېرې ښيي د ځينو بنسټيزو خوراکي توکو بيې خورا لوړې شوې، چې تېر کال په کې د جوارو او غنمو بيه ۷۰ سلنه لوړه شوې، مګر د وريجو بيې بيا ثابتې پاتې شوې دي.

نړيوال بانک د يو شمېر لومړيو ګامونو د پورته کولو غږ کړی، چې د بېوزلو لپاره د خوراکي توکو پروګرامونه او د سونتوکو د موخو نرمښت هم پکې شامل دی، چې کولی شي د خوراکي توکو په کښتونو کې بدلون راولي.

د اوږدمهاله مودې په اړه نړيوال بانک وايي پر کرنه خپل لګښتونه د کال ۷ مليارډو ډالرو ته لوړوي.

دغه بانک د خوړو د بيو د لوړوالي پړه د غلو دانو په مهمو صادرونکو هېوادونو کې د هوا پر حالاتو او په نړيواله کچه د خوړو د زېرمو پر لږوالي اچوي.

پر دې سربېره د تېلو دانو او جوارو په ګډون له غلو دانو څخه د سونتوکو توليد ته هم ګوته نيسي.

د تېلو لوړې بيې هم يو عامل جوړوي، چې پخپل وار د خوړو لېږدولو پر بيو اغېزه کوي.

د خوړو بيو د منځني ختيځ او شمالي افريقا ګډوډيو په زېږونه کې ونډه درلوده، که څه هم سياسي شکايتونه او ځپنې يې تر ټولو روښانه عامل برېښي.

د پيسو نړيوال صندوق يوې بلې وروستۍ څېړنې چې پر وروستيو ناراميو نه ده ولاړه، پياوړې احصايوي يا شمېريزې بېلګې موندلې چې ښيي د خوړو لوړېدونکې بيې د کمو عايداتو لرونکو هېوادونو کې لا ډېرې ګډودۍ او حکومت ضد مظاهرې زېږوي.