ریچرډ هولبروک سخت ناروغه شوی دی

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د افغانستان او پاکستان لپاره خپل ځانګړی استازی او ډيپلومات ريچرډ هولبروک چې په واشنګټن کې سخت ناروغه دی.
هغه د امريکا په بهرنۍ تګلاره کې يوه هسکه څېره بللی دی.
ښاغلي اوباما وويل ښاغلی هولبروک د افغانستان پاکستان په اړه د ده د ډلې يو مهم غړی دی.
ولسمشر اوباما زياته کړه، دی او مېرمن يې اوس ښاغلي هولبروک ته دعاګانې کوي.
۶۹ کلن هولبروک پرون (شنبه) سهار د بهرنيو چارو وزارت کې د کار په مهال له لوېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو، او د زړه عمليات يې ترسره شول.
ښاغلی هولبروک څو ديموکرات ولسمشرانو لپاره د استازي په توګه کار کړی، خو په ۱۹۹۵ کال کې په بوسنيا کې د جګړې پای ته رسونې رول ده ته پراخ شهرت ورپه برخه کړ.
ښاغلی هولبروک د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه وګمارل شو.
نوموړی له ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۱ میلادي کاله په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و، خو په دې دنده کې د وروستیو ورځو پرمهال چې د بل کلنټن ادارې نوي ولسمشر جورج بوش ته د ځای پرېښودلو تابیا نیوله.
ښاغلي هولبروک ویلي و چې نوی ولسمشر به د عراق پر وړاندې په پوره هوښیارۍ ګامونه پورته کړي:
''زه فکر کوم چې د عراق لپاره تګلاره له ښکته څخه تر پورته پورې ټوله له سره کتنې ته اړتیا لري. یوازې پر بندیزونو تمرکز تېروتنه ده. د امریکا متحده ایالتونه اړتیا لري چې پرېکړه وکړي په عراق کې باید څه ترسره شي، دا ډېره ساده ده.''








