هند: په معبد کې ټېل ماټېل لږترلږه ۱۰ کسان ووژل

هندي پولیسو ویلي د دغه هېواد په ختيځ بیهار ایالت کې د خلکو ټېل ماټېل لږترلږه لس کسان وژلي دي.
دوی وايي ټېل ماټېل په یوه معبد کې هغه مهال رامنځ ته شو، چې لسګونه زره عبادت کوونکي د خپل نذر د وړاندې کولو او د قربانۍ د عبادت کلنيو مراسمو ته ورغلي ول.
پولیس وايي دا پېښه د تېرې شنبې ورځې په وروستیو کې د 'بانکا' سیمې په یوه معبد کې شوې، چې د بیهار ایالت له مرکز نه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لیرې ده.
د بیهار د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ویلي د پېښې پرمهال په معبد کې شاوخوا ۴۰ زره کسان راغونډ شوي ول.
په دې ګڼې ګوڼې کې ګڼ نور کسان ژوبل شوي هم دي.
پولیس وايي په وژل شوو کې څلور ښځې او شپږ نارینه دي.




