چيلي: د کان کيدونکو د را ايستلو چارې روانې دي

په چيلي کې د سن جوس په نوم د سرو زرو او مسو د کان شاوخوا ته د خلکو د خوښۍ شور او زوږ لا هم دوام لري.
په دغه ځای کې په کان کې د ايسار شويو کارکوونکو د ژغورنې چارې په پرله پسې ډول دوام لري او تر اوسه لس تنه را ايستل شوي دي .
دغه کسان له تېرو دوو مياشتو راهيسې د کان د نړېدو له کبله په کان کې د ننه بند ول .
دوی له سختو شرايطو سره سره ټول روغ رمټ دي.
ايستل شوي کان کيندونکي په چورلکو کې ددغه ځای ګاونډي ښار کوپياپو يوه روغتون ته د روغتيايي کتنو لپاره وړل شوي دي.
الن باکسټر د کانونو يو انجينير دی چې تېر پېنځوس کاله يې په دې برخه کې د سوېلي امريکا په ګډون په ټوله نړۍ کې کار کړی دی .
هغه بي بي سي ته په مرکه کې د چيلي د ژغورنې عمليات وستايل: (( هغه کار چې د چيلي خلکو د انجينرۍ په برخه کې کړی ډېر عالي دی ،ساری نه لري .
دوی په يوه کړکېچن حالت کې ډېر ښه پر مخ ولاړل . ډېر ورو او په ډېر اغېزناک ډول .
د چيلي د کانونو شرکت ډېره ښه نظم لري او دا د دوی اقتصاد ته ښه دی .
ددوی کارونه ډېر په لوړه کچه دي او له همدې کبله د نړۍ په کچه د کانونو په برخه کې د کار له اړخه د ټولو مشران بلل شوي دي . ))
د ژغورنې عمليات روان دي او ويل کېږي چې که ستونزه پېښه نه شي نو په دوو ورځو کې به پای ته ورسېږي.
د يو بندي مور اليشا کامپوس چې د خپل زوی د راتګ په نيت ناسته ده وايي دا ډېره ستړې ده چې د خپل زوی د راتګ لپاره په ورځو ورځو بېله انتظاره بل کار نه لري.
تر دوو مياشتو زيات وخت کېږي چې د کان د نړېدو څخه ۳۳ کسه ژوندي بند پاتې دي.
خو د چيلي چارواکو اوس هم سل په سل کي په باور نه دي ويلي چې دا عمليات به خامخا بريالي کېږي.








