احمدي نژاد: د سپتمبر پېښې د دوو هېوادونو د اشغال لامل شوې

د ايران ولسمشر احمدي نژاد د پنجشنبې په ورځ د ملګريو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په څپله وينا کې ويلي وو، چې کېدی شي د سپتمبر۱۱مې پېښو کې په امريکا کې د ځينو اړخونو لاس وي.
ښاغلي احمدي نژاد بيا په خپل وار په نيويارک کې يو خبري کنفرانس ته خبرې وکړې. ده د دې څرګندونه کوله، چې ولې يې د ملګرو ملتونو عمومۍ اسامبلۍ ته داسې ناندره ييزې خبرې کولې:
''کوم بحث چې ما راپورته کړی ډېر روښانه او کره دی. يوه پېښه شوې او د هغې په پلمه دوه هېوادونه اشغال شوي، او تر اوسه په سلګونو زره خلک وژل شوي دي.
فکر نه کویء چې هغه پلمه بيا غور ته اړتيا لري، فکر نه کویء که له لومړيو نه د رښتيا موندنې يوه ډله جوړه شوې وی او د سپتمبر ۱۱مې ريښتۍ لامل يې موندلی وی، په افغانستان او عراق کې به مو اوس ناورين نه وی ليدلی، ولې داسې فکر کوی چې ټول ولسونه بايد د امريکا د حکومت خبره ومني.''
بل خوا د امریکا ولسمشر <link type="page"><caption> بارک اوباما</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2010/09/100925_obama_interview.shtml" platform="highweb"/></link> د بي بي سي له فارسي تلوېزیون سره په مرکه کې ويلي د ايران په ګډون د سيمې هېوادونه کولی شي د افغانستان په ارامۍ کې رول ولوبوي، خو زياته يې کړه چې د پردې تر شا داسې بېلګې شته چې له اورپکو سره د مرستې او د اوبو خړولو کې د ايران د رول څرګندونه کوي:
''فکر کوم چې ايران او د سيمې ټول هېوادونه کولی شي په افغانستان کې ګټور رول ولوبوي. افغانستان يو داسې هېواد دی چې جګړې ويجاړ کړی دی. ډېری افغانان د نړۍ د نورو خلکو په څېر يوازې دا غواړي چې د ژوند تېرولو فرصت ولري او خپلو کورنيو ته رسېدنه وکړي شي او هم خپلو اولادونو ته د زده کړې فرصت برابر کړي.
له همدې امله فکر کوم چې ټوله سيمه به له کرارۍ او امنيت نه برخمن افغانستان نه ګټه واخلي. موږ غواړو دغې موخې ته د رسېدو لپاره له ايران او د سيمې له ټولو هېوادونو سره همکاري وکړو.
ګومان کوم ايران څو ځله به رسمي دول ويلي چې په دې برخه کې به همکاری کوي، خو د پردې شاته داسې بېلګې ګورو چې دوی ځينې وختونه له اورپکيو سره مرسته کړې، چې په پايله کې يې زموږ سرتېريو ته زيان رسېدلی دی. خو موږ به د افغانستان د کراکرۍ لپاره د ايران په ګډون د سيمې له هېوادونو سره د ګډ کار هڅو ته دوام ورکوو.''

د بي بي سي له فارسي ټلوزيون سره د ولسمشر باراک اوباما د مرکې ډېره برخه د ايران په اړه وه.
'سپکاوی او د کرکې وړ'
ښاغلي اوباما د سپتمبر ۱۱مې پېښو په اړه د خپل ايراني سيال محمود احمدي نژاد وروستۍ څرګندونې وغندلې او هغه يې د 'سپکاوي او کرکې وړ، او بې بنسټه' وبللې:
''دا د سپکاوي او کرکې وړ وينا وه، په تېره بيا دا چې دی يوه داسې څرګندونه دلته په (مانهاټن) کې وي، له هغه ځايه په لنډ واټن سره چې دغه پېښې په کې شوې دي، يو داسې ځای چې کورنيو خپل غړي له لاسه ورکړي دي، د ټولو عقيدو او قومونو خلک دا د خپل نسل تر تولو ستره تراجدي بولي، دا چې دی داسې وينا وکړي، بې بنسټه ده، او له هغه غبرګون سره چې د ايران ولس د سپتمبر پېښو په مهال څرګند کړ ټکر کوي.''








