اسراييلو غزې ته پر مرستندويه بېړۍ د بريد ملامتيا ومنله

د اسراييلو پوځ د خپلو سمندري ځواکونو د هغه بريد په اړه يوه پلټنه کړې، چې په تېره مۍ مياشت کې يې غزه ته پر يوه روانه بېړۍ کړی و.
بېړۍ غزې ته د مرستنديه توکيو لېږدولو په موخه روانه شوې وه، خو اسراييلي ځواکونو پرې بريد وکړ چې ۹ کسان په کې ووژل شول.
په بلټڼه کې ویل شوی چې په دواړو پلان جوړونه او هم استخباراتي معلوماتو راغونډونه کې تېروتنې شوې دي.
د اسراييلو د پوځ دغه پلټنه چې مشري يې تقاعد شوي جنرال (جيورا ايلانډ) کړې، د دې پخلی کوي چې پر بېړۍ د ځواکونو د بريد په مهال چارې په خورا ناوړه لور روانې شوې دي.
خو له دې سره د هغو سمندري کوماندو سپيناوی کوی، چې په دغه چاپه او بريد کې يې برخه درلوده. خو بيا هم د پلټنې موندنې وايي په پېښه کې خطرناکې تېروتنې شوې، په تېره بيا په پلان جوړونه او استخباراتي معلوماتو راغونډونه کې، او هم هغو انګېرنو کې چې د دغې چاپې وهلو ټينګار يې کاوه، او خبره دا د دې پخلی کوی چې د اسراييلو له هغو سياسي مشرانو هم بايد پوښتنې وشي چې په پيل کې يې دغې چاپې ته د هوکې اشاره ورکړې وه.
خو دا چې خبره دې يوازې يوه کورنۍ چاره وبلل شي، خورا لرې ده. د اسراييلو دغو کړو وړو د نړيوالو احتجاجونو او غوسې يو توپان راوپاراوه.
د ترکيې حکومت ورسره پر خپل دې هوډ ولاړه ده، چې له اسراييلو سره به يې راتلونکي اړيکي پر دې ولاړې وي چې د پېښې په اړه يو بشبړه نړيواله پلټنه ومني.
دغې چارې له اوږدې مودې راهيسې د انقرې او اسراييلو ترمنځ تر ټولو ناوړه ديپلوماتيکه لانجه راپورته کړې ده.
د (اېلانډ) راپور د دغې مسالې په اړه يوازينۍ پلټنه نه ده. په تېر جون کې هم اسراييلو د خپلې سترې محکمې يو پخوانی قاضي (جېکوب ټورکېل) ته دنده سپارلې چې د دغې چاپې د قانوني والي په اړه يوه پلټنه وکړي.
د ده په ټيم کې د درناوی وړ دوه تنه نړيوال څارونکي هم شامل دي. د ملګريو ملتونو د بشري حقونو شورا هم ښايي خپله څېړنه پيل کړي، که څه هم اسراييل پر دغه سازمان باور نه لري او ښايي له دغې پېښې سره په تړاويې د ګام هڅه رد کړي.
خو بيا هم پر اسراييلو فشار دی چې خپلې پلټنې د باور وړ کړي. قاضي (تورکېل) هڅه کوي چې د خپلې پلټنې ساحه پراخه کړي او د ريښتينې پلټنې بڼه ورکړي. په دې کې يې ښايي د اسراييلو محکمې هم ملاتړ وکړي.
خو بيا هم دا ښايي ترکان خوښ نه کړي، چې د يوې بشپړې پخې نړيوالې پلټنې غوښتنه کوي، او داسې ښکاری چې دوی هم له خپل دريځ نه تېرېږي.








