هندي فلم "۳ بې عقلان" د باليووډ ۱۶جايزې وګټلې

عامر خان
د عکس تشریح، په دې هنري فلم کې عامر خان هم لوبېدلی دی.
    • Author, پښتو ژباړه
    • دنده, هدايت الله هميم

په هند کې يوه هنري فلم د هغه هېواد د نړيوالو جايزو د ګټلو ريکارډ جوړ کړ.

دغو جايزو ته"د باليووډ اوسکار". هم ویل کېږي.

د ''3 ايډيوټ'' يا درو بې عقلانو فلم چې د عامر خان په لوبېدو او راج کومار هیراني په ډايرکټرۍ جوړ شوی، له ۲۷ جايزو ۱۶ ګټلې دي.

د دغه فلم د جايزو د وېش لپاره د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کې مراسم نیول شوي ول.

له تاميل نادو ايالت څخه د سينما په ډګر کې ځينو کارکوونکو د "باليووډ" له ستوري سره پرېکون اعلان کړی و.

دوی په سريلانکا کې دا له لږکيو تاميليانو سره ناوړه چلند باله.

تېر کال د کورنۍ جګرې تر پایه پورې په سريلانکا کې زیاتره تاميلي وګړي د حکومتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

له پرېکون کوونکو څخه يو هم مشهور هندي ستور امیتاب بچهن و، چې د "با" په نامه غوره فلم جايزه يې هم ګټلې وه.

خو محفل ته له ورغلو څخه يو هم هنرمند شاتروجان سينها و، ده وويل : "موږ نه د هند له لوېديځ، نه ختيځ او نه شمال استازيتوب کوو، بلکې زه د ټول هند استازيتوب کوم، زموږ يوازېنۍ کلا زموږ دين او يووالی دی، چې خلک خوښ وساتو."

په کولمبو کې د بي بي سي خبريال چارلز هاويلاند وايي که څه هم په سريلانکا کې د حکومت او جلا غوښتونکو تاميلي پړانګانو تر اړدوړ يو کال تېرېږي، خو بيا هم په دې محفل کې دغې ګډوډۍ په ډاګه کړه، چې په سريلانکا کې د پخوانيو ښکېلو غاړو يوه او بل ته زړونه ډک دي.