هر کال د ککړو اوبو له امله ۱.۸ ميليون ماشومان مري

ملګرو ملتونو ويلي چې هرکال د ککړو اوبو له امله کابو دوه ميليونه ماشومان مري .
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په يوه خپاره شوي رپوټ کې ويلي چې هرکال د ککړو اوبو له امله د مړو شوو ماشومانو شمېر په جګړو کې د وژل شوو کسانو له شمېر څخه اوړي .
ښاغلي مون دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د مارچ۲۲مه)، چې د اوبو له نړيوالې ورځې سره سمون خوري، د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره کړې دي .
نوموړي ويلي چې په ګرده نړۍ کې په هرو ۲۰ ثانيو کې يو ماشوم د ککړو اوبو او يا هم د داسې ناروغيو له امله مري ، چې له ککړو اوبو راپورته کېږي .
نوموړي ويلي ککړې اوبه نه يوازې د انسانانو ژوند ته لوی ګواښ دی، بلکې د چاپېريال په ککړتيا کې هم لويه ونډه لري .
دی وايي چې هره ورځ په نړۍ کې شاوخوا يو ټن ککړې اوبه زياتېږي.
بان کي مون وويل ککړې اوبه د انسانانو د وژنې لپاره يو ستر ګواښ دی .
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ، چې د اوبو سرچينې پاکې وساتي او د اوبخور سيستم سم جوړ او ککړو اوبو ته مناسب سيستم جوړ کړي .
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره وايي په لوېديځه افريقا کې د ککړو اوبو ګواښ د نړۍ تر هر بل ځای ډېر تر سترګو کېږي .
دغه اداره زياتوي چې په لوېديځه افريقا کې په سلو کې ۳۹ انسانان ـ يانې ۱۵۵ ميليون کسان – د ککړو اوبو له ګواښ سره مخامخ دي .
د سرچينې په وينا، د لوېديځې افريقا زياتره اوسېدونکي پاکې اوبه نه لري، خو ملګري ملتونه وايي چې هلته به تر ۲۰۱۵ کال پورې ګڼو وګړو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې، د بې وزلۍ کچه به راټيټه، له ښځو او ماشومانو سره به د هغوی په لومړنيو اړتياوو برابرولو کې همکاري وکړي .
رپوټ وايي چې په لوېديځه افريقا کې د اېډز ناروغي هم تر بل هرځای زياته ده .
همدارنګه، د نړۍ په دې برخه کې ۲۹۱ ميليون انسانان سمې روغتيايي اسانتياوې نه لري .
همدا لامل دی چې په لوېديځه افريقا کې له پنځه کلنۍ ښکته ماشومان ډېر مري .
خو د ملګرو ملتونو د اوبو د مشورتي ادارې د وينا پربنسټ، له ۲۰۰۰ کال راهيسې د نړۍ د زياتره هېوادونو وضعيت څه ناڅه ښه شوی، چې يوازې په جنوبي افريقا او دښتو کې له ۸۱۰ ميليون خلکو څخه يې ۱۲۰ ميليونه د څښاک پاکې اوبه لري.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د نهو ساحلي هېوادونو استازو په چاد هېواد کې د ککړو اوبو د سمو کانالازیسيونونو او د خوراکي توکو د زياتوالي پر سر سره جرګه شوي ول .








