اردوغان: د ايران اتومي پروګرام "ناپوځي" دی

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان بي بي سي ته ويلي باور کوي چې ايران د هېڅ راز اتومي وسلې د جوړولو نيت نه لري .
ښاغلي اردوغان دغه خبرې د تېرې سه شنبې په ورځ (د مارچ ۱۶مه) کړې دي .
نوموړي د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد ته د خپل دوست ټکی کارولی دی .
رجب طيب اردوغان ويلي : "ما ښاغلي احمدي نژاد ته وويل نه غواړم چې زموږ او تاسې سيمه دې اتومي وسلې ولري ."
نوموړي ويلي ايران حق لري چې د سوله ييزه موخو لپاره خپل يورانيم بډايه کړي .
ترکيه د شمالي اتلانتيک د سازمان له غړو يو هېواد دی، چې دا مهال د امريکا له متحده ايالاتو سره نژدې اړيکي لري ، او غواړي چې له ايران سره هم خپل اړيکي وساتي .
په همدې حال کې يوه جګپوړي امريکايي جنرال ويلي د ايران په اړه له راغونډو شوو مالوماتو داسې ښکاري چې ايران به سږ کال د اتوم بم په جوړولو ونه توانېږي .
جنرال ډېوېډ پټريس د امريکا مشرانو جرګې ته ويلي : "د شکر ځای دی چې د ايران د اتومي وسلو پروګرام له خپل تګلوري اوښتی دی، او فکر نه کوم چې سږ کال دې د پای پړاو ته ورسېږي ."
بل خوا د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير سعودالفيصل د امريکا له بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن سره يوې ګډې خبري ناستې ته ويلي هېواد يې پر ايران د اقتصادي بنديزونو لګولو پرځای د خبرو اترو سملاسي حل ته لېواله دی .
"بنديزونه بې ګټې دي"
د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان تېره اوونۍ ويلي وو پر ايران به تازه بنديزونه بې ګټې وي .
ښاغلي اردوغان دا څرګندونې د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته د سفر پرمهال کړې وې .
ده ويلي وو چې "پر ايران د ملګرو ملتونو د امنيت شوری لخوا پخواني بنديزونه هم بې پايلې وو ."
د اتومي انرژۍ د نړيوال سازمان مشر يوکيا امانو د روانې مياشتې په لومړيو کې ويلي وو ايران له دغه سازمان سره غواړي د هغه څه په اړه مرسته وکړي، چې وايي اتومي پروګرام يې د سوله ييزه موخو لپاره دی .
امانو د اتومي انرژۍ د نړيوال سازمان پر غړو يو داسې رپوټ ووېشه، چې پکې د محمد البرادعي په پرتله پکې سخته لهجه کارول شوې وه .








