امريکا کې دوو افغاني مېرمنو ته د جرأت جايزه ورکړل شوه

- Author, سيد عبدالرحيم
- دنده, له نيويارکه
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دتېرو څلورو کلونو راهيسي په نړۍ کي هغو ښځو ته چي د ژوند په بېلابېلو څانګو کي ځلېدلې وې د جرأت جايزه ورکوي .
سږکال د ښځو نړيوالې ورځ په وياړ په واشنګټن کې دغه جايزه د کب دمياشتې پر لسمه د نړۍ لسو داسې ښځو ته ورکړل شوه، چې دوې افغان مېرمني شکر يه اصيل او شفيقه قريشي هم پکې شاملې وې .
دوی دجمعې په ورځ په نيويارک کي په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبرې کړې دي .
شکريه اصيل اوډګرواله شفيقه قريشي په نيويارک کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې دغه جايزه د دوی په وينا د افغاني ښځو د فعاليت برکت دی او د دوی لپاره د ډېر وياړ ځای دی .
کله چې له دوی دواړو وپوښتل شول، چې ايا د امريکايي چارواکو له خوا دغه جايزه سياسي نه ده ؟
آغلې شفيقې وويل چي دغه جايزه اصلآ دسياست پر ځای د افغاني ښځو د هڅونې اړخ لري .
آغلې شفيقې وويل چې زه نه پوهېږم د دغې جايزې څومر وړه يم دا بايد هغه څوک وارزوي چي زه کار ورته کوم .
دې وويل چي په کومه اداره کې چې دې کار کړی دی نو هغه د دې د کار او فعاليت د ارزوني په رڼا کې د وړ او نا وړ پرېکړه کولای شي .
آغلي شفيقې له افغاني ښځو وغوښتل چې د پرمختګ لپاره دې د ژوند په ټولو ټولنيزو، اقتصادي او سياسي چارو کې ونډه واخلي او همدارنګه يې له نارينه وو وغوښتل چې ښځو ته د فرصتونو په برابرولو کې خپل وس ونه سپموي .
که څه هم د امريکا دبهرنيو چارو د وزارت دغه جايزه دجرأت او زړورتيا د جايزې په نامه يادېږي، خو دواړو شکريې اصيل او شفيقې قريشي له ټولو خبريالانو وغوښتل چې انځور يې وانخيستل شي .
شکريه اصيل د بغلان ولايتي شورا غړې او د ښځو لپاره په ښوونه او روزنه کي کار کار کوي او شفيقه قريشي بي د کورنيو چارو په وزارت کې د ښځو د چارو په څانګه کې کار کوي اود ډګروالۍ رتبه هم لري .
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د جرأت دغه څلورمه جايزه په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د کب مياشتې پر لسمه د يوې لويې غونډې او مېلمستيا په ترڅ کې چې د امريکا د ولسمشر مېرمن مېشل اوباما او ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن هم ورته راغلې وې د نړۍ دبېلابېلا هېوادونو اتو ښځو ته ورکړل شوې .








