نیجر کې کودتا؛ ولسمشر وايي خلک دې "د ازادۍ او ديموکراسۍ ساتلو لپاره راووځي"

نيجر

د عکس سرچینه، Getty Images

په نيجر کې د چارشنبې پر بېګاه ناوخته د پوځي افسرانو يوې ډلې د دغه هېواد پر دولتي تلويزيون د کودتا او واک ترلاسه کولو اعلان وکړ او ټولې دولتي ادارې يې بندې کړې.

دغې ډلې پوځي افسرانو وويل، چې د هېواد اساسي‌ قانون لغوه شوی او دوی ټولې پولې تړلې او حکومت يې منحل کړی دی.

له نيجر په وروستيو راپورونو کې ويل شوي چې د دغه هېواد ولسمشر محمد بازوم په ټولنيزو شبکو يوه پيغام کې ويلي چې د هېواد په سختۍ سره ګټل شوې لاسته راوړنې به خوندي کېږي.

نوموړي پر ټوېټر پاڼه ليکلی، د نيجر ټول خلک چې له ډيموکراسۍ او ازادۍ سره مينه لري د دې لاسته راوړنو ساتنې لپاره به راپورته شي.

د نيجر د بهرنيو چارو وزير حسومي مسودو پر خلکو غږ کړی چې د پوځي کودتا مخالفت وکړي او ويلي یې دي چې د هېواد ټاکل شوی حکومت یوازينی مشروع اوقانوني حکومت دی.

د نيجر ولسمشر محمد بازوم د ولسمشرۍ ګارډ تر محافظت لاندې په يو ډول توقيف کې دی.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني بلېنکن له ښاغلي بازوم د ملاتړ اعلان کړی او د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.

نيجر کې پوځي کودتا

د عکس سرچینه، AFP

لوېدیځ هېوادونه محمد بازوم په لوېديځه افريقا کې د اسلامپالو سخت دريځو ډلو پر وړاندې د مبارزې خپل متحده بولي. بورکينا فاسو او مالي دوه هېوادونه چې له نيجر سره پوله لري په تېرو څو کلونو کې د جهادي ډلو له خوا پرې د کودتا هڅې شوې او همدې دا مسله د لوېديځ هېوادونو او ملګرو ملتونو لپاره حساسه کړې ده.

په مالي او بورکينا فاسو کې د کودتا پلان کوونکي د فرانسې د پوځې مداخلې له امله له منځه ولاړل. نيجر پخوا د فرانسې تر استعمار لاندې و.

په نيجر کې پوځي کودتاچيان وايي، کودتا یې د امنيت د پرلپسې خرابوالي، اقتصادي ځوړتيا او تولنیزې رهبرۍ په موخه ترسره کړې ده.

يوه پوځي قومندان ډګروال عماد عبدالرحمان د کودتا د اعلان پر مهال چې شاوخوا يې پوځيان راټول وو له بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې مداخله ونکړي. دغه پوځي قومندان چې ځان یې د کودتاچيانو وياند معرفي کړ وويل، پوځيانو یې اوس د ملي شورا په بڼه د هېواد حالاتو د کنټرولو لپاره واک په لاس کې اخيستی دی.