هند؛ په سیند کې د اوبو کچې له زیاتېدو وروسته سلګونه کسان له کورونو ایستل شوي

The river Yamuna has risen to a 45-year high, according to Delhi's chief minister

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ډیلي اعلی وزیر وايي، په جمنا سیند کې د اوبو کچه ۴۵ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې.
    • Author, اولیور سلو
    • دنده, بي بي سي

په داسې حال کې چې د هند پلازمېنې ډیلي ته څېرمه جمنا سیند کې د اوبو کچه پرلپسې زیاتېږي، سلګونه کسان له خپلو مېشت ځایونو ایستل شوي دي.

د ډیلي اعلی وزیر ارویند کجریوال وايي، په جمنا کې د روانو اوبو کچه په تېرو ۴۵ کلونو کې دومره نه وه لوړه شوې. نوموړی زیاتوي دا کچه اوس ''خطرناک حد ته رسېدلې. ''

هندي چارواکي وايي، د ډیلي په شاوخوا کې د سږکال پشکال بارانونه چې په جون کې پیل شوي، ریکارډ کچې ته رسېدلي دي.

د هند ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د تېرې میاشتې ورستیو کې د بارانونو له پیل راهیسې په هیماچل پردېش ایالت کې ۸۸ کسان مړه شوي دي.

A man helps his son climb above a flooded street in Delhi

د عکس سرچینه، Reuters

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، پر چهارشنبه هغه خلک چې د جمنا غاړو ته جونګړو کې مېشت وو، په ښار کې له چمتو شویو نژدې ۲۵۰۰ کمپونو ځینو ته لېږدول شوي دي.

اعلی وزیر اروین کجریوال خبریالانو ته په دې هکله وویل: د اوبو کچه پرلپسې زیاتېږي او د سېلاب غوندې وضعیت دی.)) نوموړي زیاته کړه، داسې احتمال شته چې د اوبو کچه به نوره هم پورته شي.

Residents carry their belongings along a flooded street in Delhi

د عکس سرچینه، Reuters

موسمي بارانونو ته په هند کې د سختې اړتیا په نظر کتل کېږي، خو په ورته مهال دا بارانونه په هند کې هر کال د سر زیان او دغه راز د ودانیو ړنګېدو یا زیانمنېدو لامل هم کېږي.

په دا وروستیو کې په هند کې خورا سخت موسمونه لیدل شوي او وروستي کمساري بارانونه هم د ګرمۍ له یوې خورا سختې څپې وروسته اورېدلي دي.

د سېلابونو راوتلو په لړ کې د ګڼ شمېر لاملونو یادونه کېږي، خو ماهرین وايي، اقلیمي بدلون چې د ځمکې تودوخې له کبله رامنځته شوی، د ګڼو بارانونو اورېدو لوی لامل دی.