هند کې سیلابونو لسګونه کسان وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند په کېراله ایالت کې سیلابونو د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان وژلي او ګڼو کلیوانو سیمو ته یې زیانونه اړولي دي.
په کېراله ایالت کې د پرله پسې بارانونو له امله سیلابونه راغلي او ویره ده چې د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي. دغه راز رپوټونو کې د یو شمیر کسانو د لادرکه کېدو هم ویل شوي دي.
د ژغورنې عملیات دوام لري او په یوه سیمه کې د هغه بس سپرلۍ وژغورل شوې چې په سیلاب کې ایسار وو. د هند پوځ هم د ژغورنې عملیاتو کې برخه اخستې او په ځینو سیمو کې د خلکو د ژغورلو لپاره له چورلکو هم کار اخستل شوی دی.
په ځینو نورو کلیوالو سیمو کې ژغورونکو د کب نیوونکو له کښتیو کار اخستی او ګڼ کسان یې ژغورلي دي.
د کېراله د ځایې ادارې مشر وزیر پینارای ویجایان ویلي زرګونه کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي او د دې ایالت په لر او بر کې له ۱۰۰ زیات پنډغالي جوړ شوي دي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي پر ټویټر یوه بیان کې ویلي چې د کېراله له مشر وزیر سره یې د اوښتو زیانونو په اړه خبرې کړي دي. ښاغلي مودي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
د کېرالې د الېپي ښار چارواکو بي بي سي ته ویلي چې دې ښار کې وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. دې ښار کې یو شمیر کانالونه شته چې له امله یې د سیلابونو د راوتلو له خطر سره مخامخ دی.
په کېراله ایالت کې له دې وړاندې هم مرګوني سیلابونه راوتلي وو. په ۲۰۱۸ کال کې د ځمکو ښویېدنې او سیلاب په پایله کې ۴۰۰ تنه وژل شوي وو او شاوخوا یو ملیون نور له خپلو مینو بې ځایه شوي وو.
کارپوهان وايي د ښاري سیمو د پراختیا په پایله کې د دغه ایالت او د هند په نورو سویلي سیمو کې ډېر لوی ډنډونه له منځه تللي نو ځکه سیلابونه پراخ ځاني او مالي زیانونه اړوي.








