تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه عادتونه چې د غږ زړښت مخه نیسي
بریتانوي سندرغاړي او کمپوزر سر اېلټن جان، سږکال د ګالسټونبري موسیقۍ فستیوال په تاریخ کې، په ژوندۍ بڼه تر ټولو ډېر لیدل شوي سندرغاړي ریکارډ جوړ کړ.
دا هغه تاریخي شېبې وې چې له اوو میلیونو څخه زیاتو کسانو د بي بي سي له لارې د سر اېلټن جان وروستی فعالیت ولید.
دغه ۷۶ کلن سندرغاړي په زړه پورې ننداره ترسره کړه، خو د هغه په غږ کې بدلون به ښايي یوازې هغه چا حس کړی وي چې له لسیزو راهیسې د هغه غږ اوري.
د هغه په غږ کې یوازې هغه وخت لږ بدلون راغلی و چې په ۱۹۸۰ کال کې یې د ستوني عملیات وکړ.
پوښتنه دا ده چې ایا کولای شو د عمر په زیاتېدو سره پر خپل غږ د اغېزو مخه ونیسو؟
دا باید هېره نه شي چې غږيز تارونه زموږ له ستوني څخه غږ تولیدوي. حنجره په تنفسي سیستم کې یوه مهمه برخه ده.
په حقیقت کې دا د نل په څېر ده چې هوا د ستوني له لارې زموږ سږو ته لېږدوي. کله چې د تنفس په بهیر کې هوا له حنجرې تېرېږي، غږ جوړوي.
د هلکانو او نجونو غږونه تر بلوغ مخکې یو څه توپیر لري، خو د بلوغ پر مهال له غږ سره تړلي هورمونونه فعالیت پیلوي.
دا بهیر د حنجرې جوړښت بدلوي، د نارینه غږ نسبتا درنېږي. خو ښځینه وو غږ بیا له ۲۰ تر ۳۰ سلنې نری کېږي.
هورمونونه ان کولای شي تر بلوغیت وروسته، په غږ اغېز وکړي. د بېلګې په توګه، د یوې مېرمنې غږ ښايي د هغې د میاشتنۍ دورې پر مهال بدل شي.
په غږ کې بدلون اصلا د عمر په ۳۰ کلنۍ کې پیلېږي
د بدن د هرې بل غړي په څېر غږ هم خپل عمر لري، خو دا بدلونونه ښايي د هر چا لپاره د پام وړ نه وي.
کله چې انسان زړېږي، حنجره د معدني موادو په زیاتولو او زېرمې پیل کوي، چې ورو ورو د غضروف یا هډوکي په څېر کېږي.
په بدن کې دا بدلون د عمر په ۳۰ کلنۍ کې پیلېدای شي، په ځانګړي ډول د نارینه وو پر غږ اغېز کوي.
په ورته وخت کې، په زیاتره کسانو کې د عضلاتو پخېدل د نورو عضلاتو په څېر د غږ پر تولید هم اغېز کوي.
د سږو د عضلاتو فعالیت کمښت هم له سینې د هوا ځواک کموي او نه شي کولای د پخوا په شان غږ تولید کړي. په دې سره د ټول سیسټم کنټرول وړتیا کمېږي، دغه راز د محافظتي بلغم تولیدونکي غدود یا تانسل کمښت لیدل کېږي.
پر غږ د سګرټو څکولو او الکولو اغېزې
که څه هم د ډېرو خلکو غږيز تارونه په پراخه کچه یو شان عمر لري، خو زموږ د ژوند بڼه کولای شي، حنجرو ته د زیان رسولو خطر زیات کړي.
د بېلګې په توګه، سګرټ څکول د حنجرې د پاړسوب لامل کېږي او د بلغم تولید زیاتوي او ورسره محافظتي غشا وچوي، الکول هم ورته بدې اغېزې لري.
د وخت په تېرېدو سره، دا فکتورونه کولای شي غږیزو تارونو ته زیان ورسوي او په دې توګه د انسان غږ بدل کړي.
ځینې درمل هم کولای شي زموږ د غږ د بدلون لامل شي، لکه د انهېلر په وسیلې د ساه اخیستلو لپاره ځینې درمل.
همدا شان د عضلاتو ارامونکي درمل هم کولای شي د ستوني خارښت او غږ بدلېدو لامل شي. خو دا بدلون معمولا لنډ مهالی وي.
د خپل غږ ډېر زیات کارول
بله لاره چې زموږ پر غږ اغېزه کولای شي د غږ بدلول دي. دا چاره معمولا په سندرغاړو او نورو خلکو کې لیدل کېږي، چې د کار پر مهال خپل غږ ډېر کاروي.
د بېلګې په توګه ښوونکي او یا هم ورزشي روزونکي.
په ډېری قضیو کې استراحت او د سګرټو او الکولو په شان روغتیا ته د زیان رسونکو توکو کارولو څخه ډډه کول، ګټور دي.
د طبي کارپوهانو په خبره، د وینا پر مهال د غږ انډول ته پام، کولای شي د غږ بدلېدول مخه ونیسي.
که څه هم د غږ په تارونو کې په عمر پورې اړوند بدلونونو مخه نشي نیول کېدای، خو موږ کولای شو د دوامداره تمرین له لارې د خپل غږ کیفیت او وړتیا وساتو.