تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سګرټ او شکر د سړو پرتله پر ښځو ډېره د زړه حمله راولي
څېړونکي وايي، هغه ښځې چې سګرټ څکوي، د سګرټ څکوونکو سړو پرتله ډېرې د زړه له حملې سره مخامخېږي.
د اکسفورډ پوهنتون ډاکټرانو، چې دا څېړنه یې کړې ده، ویلي د څېړنو پایله یې د سګرټ څکوونکو ښځو لپاره د خطر زنګ کېدای شي.
دا څېړنه پر شاوخوا نیم میلیون خلکو چې عمرونه یې د ۴۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ وو، په اوو کلونو کې ترسره شوې او د بریتانیا طبي خپرنۍ کې چاپ شوې.
یاده څېړنه ښيي چې شکر ناروغي او د وینې فشار هم د سګرټو په شان ښځو ته ورته زیان رسوي.
په دې سره، هغه ښځې چې سګرټ څکوي، د سړو پرتله یې د وینې فشار یا شکر لوړ او د زړه د حملې خطر زیات وي.
ډاکټران وايي، دا ښځې باید د سړو په شان درملنه وکړي او د سګرټو پرېښودو ته وهڅولې شي.
د دې اوه کلنۍ څېړنې په یوه پړاو کې پر ۵۰۸۱ کسانو د زړه حمله ورغلې چې درېیو کې یوه یې ښځه وه.
که څه هم د زړه حمله د عمر په ټولو پړاوونو کې شته، خو په ښځو کې د سړو پرتله ټیټه ده.
هغه ښځې چې سګرټ څکوي، د هغو ښځو پرتله چې سګرټ نه څکوي درې برابره ډېرې د زړه له حملې سره مخامخېږي.
او هغه سړي چې سګرټ څکوي، د هغو سړو پرتله دوه برابره ډېر د زړه له حملې سره مخامخېږي، چې سګرټ نه څکوي.
د وینې لوړ فشار هم د ښځو لپاره د سړو پرتله خطرناک دی.
ددې رپوټ موندنې ښيي چې لومړی او دویم ډول ډیابټ د سړو پرتله د ښځو لپاره د زړه د حملې له اړخه خطرناک ګڼل کېږي.
دا هم د لوستلو دي: