تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سړي پرنجی بند کړ، ستونی یې څیرې شو
ډاکټران وايي، پرنجی کول د انسان بدن ته ګټه کوي او بندول يې نه دي ښه. دوی وايي، ځينې هغه کسان چې د پرنجي پرمهال خپله پوزه یا خوله بندوي پر ستوني، غوږونو او ماغزو يې سخت فشار راځي او زیانمنېږي.
دوی یوه کس- چې د پرنجي په وخت يې مرۍ کلکه نېولې وه- د ستوني له ايکسرې کولو وروسته دا پایله ترلاسه کړې.
ډاکټران وايي، د پرنجي پر مهال یوازې دسمال یا ټیشو خولې ته ونيسئ.
د انګلستان په لیسټر ک ډاکترانو د هغه ۳۴ کلن سړي درملنه وکړه، چې خپل سخت پرنجی بندول یې غوښتل، خو ستونی یې څیرې شو.
دوی وايي، ټول خلک باید له دغه ډول خطر خبر وي؛ ځکه چې د پرنجي شدت چې د وتلو لار ونه لري، د ستوني نرمو انساجو ته هم زیان رسوي.
ددغه خطر پربنسټ، چې د بریتانیا طبي خپرنۍ (BMJ)کې خپره شوې، ویل شوي دا ډول پرنجی بندول غوږونو ته هم زیان رسولی شي او یا د مغزي انورېزم لامل ګرځي.
دغه سړی وايي، ناڅاپه یې احساس کړه چې په ستوني کې یې یوڅه راپیدا شوي چې سخت درد یې ورته کاوه او خبرو کولو او خوړو تېرولو کې له ستونزو سره مخامخ و.
کله چې ډاکټرانو د هغه ازموینه وکړه، د هغه ستونی پړسېدلی و.
د اېکسرې انځورونه ښيي چې د هغه ستونی څېرې شوی.
دغه ناروغ اړ شو چې د خوړو له مرۍ څخه اوه ورځې تغذیه شي او په دې موده کې یې د ساه اخیستو زیانمن شوي انساج ترمیم شي.
د ناروغ څیرې شوې مرۍ له یوې اونۍ بستر وروسته ښه یوڅه ښه شوه.
د لیسټر ښار "رویال" روغتون د غوږ او ستوني برخې ډاکټرانو د ناروغ په اړه وویل: "د پزې او خولې په بندولو سره د پرنجي بندول خطرناک کار دی چې باید ډډه ترې وشي".
"پرنجی ډېرې ناروغۍ خپرولی شي، خو د پرنجي پرمهال باید خپله خوله په دسمال پټه کړي".
په سړه هوا کې، چې تر ډېره پرنجی ډېر وي، ډاکټران سپارښتنه کوي دې بوډاګانو او کوچنیانو د ټوخي او پرنجي پروخت باید په کاغذي دسمال (ټیشو) خپله پوزه او خوله پټه کړي او بیا دغه دسمال په خځلنۍ کې واچوي.
دوی وايي، مخکې له دې چې د پرنجي له کبله ناروغي خپره شي، پرنجی کوونکی باید له پرنجي وروسته خپل لاسونه په صابون ووینځي.