مولوي عبدالحمید: قضا او قاضیان باید بې پرې او خپلواک وي

مولوي عبدالحميد

د عکس سرچینه، ABDOLHAMID.NET

د ایران سني ديني عالم مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي نن (پنجشنبه) د لوی اختر په خطبه کې په ایران کې د قضا او د انتخاباتو په ترسره کولو نیوکه وکړه.

ښاغلي زهي په دغو خطبو کې يې وويل، "په دموکراتيکو هېوادونو کې قضايه قوه په خپلواکه توګه عمل کوي. "قاضي باید بې طرفه او خپلواک وي او په حکومت پورې تړلي نه وي." د نوموړي په وينا، دا په دې معنی چې قانون بايد د واکمن، د هغه کورنۍ او خپلوانو لپاه يو ډول وي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، "د وروستيو لاريونونو په ترڅ کې هغه مسئله چې هر څوک يې اندېښمن کړي وو، دا وه چې قضايي سيستم بې پرې نه و. کله به چې دولتي مامور ووژل شو قاتل ته به سزا ورکول کېده خو کله به چې پر يوه لاريون کوونکي ظلم وشو نو ملاتړ يې نه کاوه او ظالم ته يې سزا نه ورکوله. "

د زاهدان د جمعې لمانځه امام زياته کړه، "د مظاهره چیانو جبري اقرار نه په اسلام او نه هم د ایران په اساسي قانون کې ځای لري. "

نوموړي د "زاهدان د خونړۍ جمعې" په اړه وویل، "کله چې مجرمینو ته سزا ورکړل شي خلک راحته کېږي." څه دپاسه څو میاشتې تېرې شوې خو لا هم عدالت نه دی پلی شوی. د هېواد په کچه ډېر کسان وژل شوي، ټپيان شوي او سترګې يې له لاسه ورکړي، يوازې د يوه ساده لاريون له امله چې د دوی خپل حق دی."

ايران

د عکس سرچینه، HAALVSH

تېر کال د جمعې په ورځ، لمونځ کوونکي چې د مولوي عبدالحمید له خطبې وروسته د "یوې ځوانې نجلۍ پر وړاندې د پولیسو د مشر د جنسي تېري" په اعتراض کې راټول شوي وو، د امنیتي چارواکو له خوا په مستقیم ډول ډزې پرې وشوې.

د پولیسو او امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالی په ترڅ کې ګڼ کسان ووژل شول. دا ورځ د زاهدان کې د "خونړۍ جمعې" په نامه یادېږي.

په ورته وخت کې د زاهدان په مکي جومات کې د يوه مشکوک کس له نيول کېدو وروسته پر مولوي عبدالحميد او د هغه پر ملګرو فشارونه زيات شوي دي.

د مکي جومات د اعلامیې له مخې نيول شوی کس "ظاهرا له ځينو ادارو سره تړاو لري".

په دې وروستیو کې د مولوي عبدالحمید له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي" هغه کس چې غوښتل یې دی مسموم کړي د مکې جومات له خوا نیول شوی او امنیتي مسوولینو ته یې سپارلی دی.

د راپورونو له مخې، "دغه کس له نیول کېدو وروسته اعتراف کړی چې امنیتي ادارو هغه ته دنده ورکړې وه چې مولوي صاحب ته نږدې شي او زهر ورکړي. "

خو تېره اوونۍ د سيستان او بلوچستان د عدليې رئيس وويل، "د مولوي عبدالحميد خپلوان بايد پر دغه کس لګېدلي تورونه ثابت کړي، که نه نو حساب به ورسره وشي. هغه وويل چې ياد شوي کس د جومات له نظم څخه شکايت کړى و. "