د ایران په زاهدان کې بیا لاریونونه شوي

د عکس سرچینه، SUNIONLINE
د ایران په زاهدان کې له امنیتي تدبیرونو سره سره د جمعې له لمانځه او د مولوي عبدالحمید له وینا وروسته لاریونونه شوي دي.
ایراني رسنۍ وايي د زاهدان خلکو تر خونړۍ جمعې وروسته د خپلو لاریونونو په دېرشمه اوونۍ کې هم د تېر په څېر لاریونونو او شعارونو ته دوام ورکړ.
خلک د جمعې په ورځ، له سختو امنیتي تدبیرونو او د انټرنېټ له بندېدو سره سره سړکونو ته راوتلي وو.
د راپورونو پر بنسټ امنیتي ځواکونو په شخصي جامونو کې د مکي او مصلي جوماتونو او د مدني، توحيد، خيام او مدارس په واټونو کې يو شمېر ښاريان نیولي دي.
د تېرو اونیو په څېر دا جمعه هم پر انټرنېټ د ګډوډۍ له امله د مولوي عبدالحمید د وینا ژوندۍ بڼه خپره نه شوه.
نېټ بلاکس، چې د نړۍ په مختلفو برخو کې انټرنېټ ته د سرعت او لاسرسي څارنه کوي، په یوه ټویټ کې تائید کړه چې د دوی اروزنې ښيي، د حکومت ضد ۳۸ مې اوونۍ لاریونونو په ترڅ کې د ایران په زاهدان کې انټرنېټي اړیکې ګډوډې شوې.
سني عالم عبدالحميد په وروستیو میاشتو کې او د ایران حکومت له خوا د لاریونونو له سختو ځپلو وروسته پر چارواکو نیوکې جاري ساتلې او له هغوی یې غوښتي چې د خلکو اعتراضونو ته غوږ شی.
مولوي عبدالحمید د جولای د دویمې نېټې جمعې په خطبې کې ویلي، "په هر نظام او هېواد کې ولس تر ټولو مهم وي. موږ باید د خلکو خبرې واورو او عمل پرې وکړو."
هغه د ایران له حکومتي چارواکو وغوښتل، چې "خپلې ناکامې تجربې او سیاستونه تکرار نه کړي."
نوموړي له نفوذی کسانو سره د مقابلې لپاره د خلکو د هوښیارۍ غوښتنه هم وکړه.
په تېرو څو ورځو کې داسې خبرونه خپاره شول، په مکي جومات کې یو کس نیول شوی، چې غوښتل یې مولوي عبدالحمید مسموم کړي، هغه کس تر نیول کېدو وروسته د سیمې استخباراتو ته سپارل شوی و.










