ايران کې احتجاجونه؛ يو سني عالم وايي "ايران بايد له کردانو سره تاوتريخجن چلند ونه کړي"

د عکس سرچینه، @MOLANAABDOLHAMID
په ایران کې یوه مخکښ سني دیني عالم ویلي، چې ایراني امنیتي ځواکونه باید د دغه هېواد له کردانو سره تاوتریخجن چلند و نه کړي. مولوي عبدالحمید ویلي، چې که خلک پر حکومت د نیوکو له امله بندیان کړل شي، دا به د یوه ځپونکي نظام چلند وي.
نوموړي تر دې وړاندې هم د مظاهره چیانو د ځپنې له امله پر ایراني حکومت کلکې نیوکې کړې دي.
داسې ښکاري چې د ایران حکومت ضد لاریونونه د دغه هېواد په سیستان بلوچستان ایالت کې یوه نوي پړاو ته ننوتي دي.
مولوي عبدالحمید چې د ایران په زاهدان ښار کې د سنیانو د لوی جومات خطیب دی وړاندې ويلي وو، اکثره ایرانیان د هېواد له سیاسي وضعیته خوښ نه دي او په کار ده چې د نړیوالو څارونکو په حضور کې ټولپوښتنه ترسره شي.
ایران کې د حکومت ضد لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې ایرانۍ مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.
پولیس وايي هغه ناروغه وه خو کورنۍ او فعالانو ويلي هغه د وهلو له امله مړه شوې ده.
پولیسو مهسا امیني ځکه نیولې وه چې ګواکې د ایران حکومت له خوا منل شوی حجاب یې نه و مراعت کړی.
خو دغه ايرانی سنۍ ملا وايي، په دغه هېواد کې "مېرمنې اوس له حجابه کرکه لري، ځکه دوی نه دي پالل شوې، وږې هم دي او سپکاوی یې هم شوی دی. نو دی وايي کله چې دوی له هرڅه محرومې شوې او د حاکمانو لپاره یوازې د دوی پړونی مهم دی، نو دوی پړوني ته اور ورته کوي."

د عکس سرچینه، UGC
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان په وينا په ایران کې د روانو لاریونونو پرمهال "د حکومت اړوند امنیتي کسانو له خوا لږ تر لږه ۳۷۸ تنه وژل شوي دي. "
دې سازمان ویلي د وژل شویو کسانو په ډله کې ۴۷ ماشومان او ۲۷ ښځې هم شاملې دي.
په ورته وخت په ايران کې د وروستيو لاريونونه راپورنه ورکړل شوي دي. د زاهدان په ننني لاريون کې د ښځو د ګډون ويډيوګانې هم خپرې شوې دي.
هغه ويډيوګانې چې تازه د سيستان او بلوچستان له مظاهرو خپرې شوې، لاريونيان "د مرګ پر خامنه يي او له بلوچستان تر کردستانه، زه به د ايران لپاره خپل ژوند قربان کړم" نارې اورېدل کېږي.
تېره جمعه هم د دغه ولايت په بېلابېلو ښارونو کې لاريونونه شوي وو.
په عيني حال کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرېکړه لیک غندلی او دا يې د لوېدیځو هېوادونو د یوې وړې ډلې له خوا د ایران ضد اقدام په توګه یاد کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون د يوه پرېکړه ليک په تصويب سره په ايران کې د اغلې اميني له وژل کېدو وروسته د لاريون کوونکو د وژلو او ځورولو په اړه د حقيقت موندلو لپاره د يوه ځانګړي ميکانيزم جوړولو غوښتنه کړې وه.
د دغه پریکړه لیک له مخې، د بشري حقونو د شورا مشر اړ دی چې په خپلواکه توګه په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو د دوسیو څېړلو او ثبتولو کار د روان کال د سپتمبر میاشتې له ۲۵ نېټې پیل کړي.










