د ایران په زاهدان کې د جمعې تر لمانځه وروسته لاریونونه شوي

د عکس سرچینه، UGC
د بلوچ فعالانو له خوا خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د ایران په زاهدان کې د مولوي عبدالحمید په امامت د جمعې تر لمانځه وروسته خلک یو ځل بیا سړکونو ته راوتلي او د حکومت ضد شعارونه یې ورکول.
مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي د جمعې په لمانځه کې د ایران حکومت له مشرانو وغوښتل چې روان اعتراضونه په بهرنیو دښمنانو پورې ونه تړي.
هغه ویلي "حکومت او حاکمیت خلکو ته د چوپړ دنده لري. که خلک اعتراض لري، نو خپلو کمزوریو ته وګورئ، د دښمن پر غاړه یې مه وراچوئ، مه وایئ چې دښمن یې راپاروي. "
دی وايي، "هغه خلک چې نن نارې وهي د بهرنیو لپاره نه دي. "
له بهرنیانو دښمنانو او لوېدیځو ځواکونو سره د روانو لاریونونو تړل، د ایران د حکومت همېشني تبلیغات دي، چې سپاه، د اطلاعاتو وزرات او ایت الله خامنه ی هم ټینګار پرې کوي. "دښمن" د ښاغلي خامنه ی د علاقې وړ کلمه ده.
مولوي عبدالحمید د ښځو، پوهنتون زده کړیالانو او نورو خلکو ستاینه وکړه او په ایران کې یې د ازادۍ پر نشتون نیوکې کړي.
هغه وايي "دوی وايي که ازادي نه وای تاسو دا خبرې نه شوې کولای، نه، که ازادي وای نو د ګوندونو او جوړښتونه به وه، څومره خبریالان اوس په زندانونو کې دي."
له تېرو څو اونیو راهیسې هره جمعه په زاهدان کې لاریونونه کېږي، چې ځینې یې د امنیتي کسانو له خوا سخت او مرګونې توګه ځپل شوي دي.
د يوې جمعې په لمانځه کې تر سلو کسانو ډېر وژل کېدل د ایران د روانو اعتراضونو د لړۍ تر ټولو خونړۍ هغه وه.
په قطر کې د فوټبال نړیوال جامو سیالیو کې د ایران د محرومیت غوښتنه

د عکس سرچینه، Social Media
د فیفا پخواني مشر سپ بلاتر، په قطر کې د نارینه وو فوټبال نړیوالو سیالیو کې د ایران لوبډلې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د سویس بلېک ورځپاڼې د ښاغلي بلاتر له قوله لیکلي "ایران باید له نړیوالو سیالیو وایستل شي."
ورځپاڼه لیکي د فیفا پخواني مشر ویلي که پر خپله پخوانۍ دنده وای نو حتما یې د ایران د حضور مخه نیوله. هغه د فیفا پر اوسني مشر جیاني اینفانتیو نیوکه کړې او وايي د ایران د روانو اعتراضونو پر وړاندې د هغه روښانه دریځ نه شتون، د منلو نه دی.
ښاغلي بلاتر څو ورځې وړاندې ویلي وو، قطر ته د نړیوال جام د کوربتوب پر ورکولو پښېمانه دی.
بل پلو د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا هر ډول ګام چې له لوېدیځ سره یې د ایران د اعتراضونو په تړاو پورته کوې منفي اغېزې به ولري.
ښاغلي عبداللهیان دغه موضوع د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونيو ګوتریش سره په ټیلیفوني خبرو کې څرګنده کړې او پر ځینو لوېدیځو هېوادونو یې نیوکه کړې چې په ایران کې د وروستیو مظاهرو د ځپلو په اړه یې د بشري حقونو د شورا د ځانګړې غونډې د ترسره کولو لپاره د هغوی هڅې رد کړې دي.










