په ایران کې سیاستوال تاجزاده او د فلم دوه ډایرېکټران نيول شي

Mostafa Tajzadeh, 14 May 21

د عکس سرچینه، Getty Images

يو مشهور اصلاح غوښتونکی سياستوال مصطفی تاجزاده په ايران کې د دغه هېواد د امنيت پر ضد دسيسې په تور نيول شوی دی.

پر نوموړي دا تور هم لګېدلی چې "د عامه ذهنونو د ګډوډلو لپاره جوړ شوي ناسم معلومات خپروي. " ښاغلی تاج زاده چې پخوا د کورنيو چارو مرستيال وزير و له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۶ کال پورې يې اووه کاله په زندان کې تېر کړي دي.

نوموړی د ايران پر ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه ای سختې نيوکې کوي.

په ورته وخت کې دوه فلمي ډايرېکټران هم د جلا اعتراض په تور نيول شوي دي.

په نيول شويو ډايرېکټرانو کې يو محمد رسولوف نومېږي چې د کانز او برلين په فلمي فيسټوالونو کې يې جايزې هم ګټلې دي، نوموړی او مصطفی الاحمد "ګډوډيو ته د هڅولو" په تور نيول شوي دي.

دوي د ايران سيمنا يوې ډلې برخه وو چې د مې په میاشت کې د ابدان ښار يوې لس پوړيزې ودانۍ له نړېدو وروسته چې له ۴۰ زيات کسان په کې ووژل شوی مظاهره وکړه.

د دوی په پرانيستي ليک کې پر امنيتي ځواکونو غږ شوی و چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د مېټروپول ودانۍ د نړېدو له امله د اعتراض کوونکو مخنيوی ونکړي.

Mohammad Rasoulof, 27 May 17

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په نيول شويو ډايرېکټرانو کې يو محمد رسولوف نومېږي چې د کانز او برلين په فلمي فيسټوالونو کې يې جايزې هم ګټلې دي

د بي بي سي د منځينی ختيځ د چارو مشر سبسټين اشر وايي، د ابدان پېښه په چټکۍ سره د چارواکو پر وړاندې د قهر او غوسې په يوه اعتراض بدله شوه. لاريونونه نه يوازې په ابدان بلکې د ايران په نور برخو کې هم وشول.

تاجزاده چې دوه لسيزې وړاندې يې د پخواني ولسمشر محمد خاتمي د مشرۍ پر مهال دنده ترسره کوله، پر ولسمشر ابراهيم رئيسي او د علماو پر بنسټ نيوکې کړې دي.

نوموړی له اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د دیموکراتیک بدلون لپاره کمپاین کوي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې د ده له نیول کېدو څو ساعته مخکې، هغه د حکومت لخوا د ښځو لپاره د اسلامي جامو د سختولو په ضد ټویټ کړی و.