فرانسوی سيلاني ايران کې په اته کاله بند محکوم شو

بنجامن بری‌یر گردشگر فرانسوی که در ایران به اتهام جاسوسی زندانی است

د عکس سرچینه، TWITTER.COM/VAKILROAYA

د ايران يوې محکمې يو فرانسوی وګړی بنجامن بري ير د جاسوسۍ په تور په اته کاله بند محکوم کړی دی.

نوموړی د ۲۰۲۰ کال په مې مياشت کې په ايران کې د ترکمنستان پولې ته څېرمه نيول شوی و. ايراني چارواکو پر ده تور لګولی و چې له پولې سره څېرمه په ممنوع سيمه کې يې عکسونه اخيستل.

ښاغلي بري ير د عکسونو اخيستو لپاره داسې ډورن چې د ريموټ په واسطه کنټرولېږي هم کارولی و.

د فرانسې په پاريس کې د نوموړي وکيل فيليپ والنټ په يوه بيان کې چې د فرانسې خبرې اژانس خپور کړی ليکلي، چې موکل يې د نه خوړلو اعتصاب جاري ساتلی دی.

د فېلېپ ويلنټ په بيان کې راغلي چې بنجامن د رژيم پر ضد په تبليغاتو هم محکوم شوی دی.

خو فرانسوي وکيل د محکمې دا حکم په بشپړ ډول "سياسي او بې اساسه" بللی دی او زياته کړې يې ده چې "موکل یې د عادلانه محاکمې څخه محروم" و.

نوموړي په خپله بيانيه کې دا هم ويلي چې "بنجامن د خبرو اترو لپاره د ايران رژيم د يرغمل په توګه نيولی او د تبادلې په بدل کې يې د اسعارو په توګه کاروي".

دا په داسې حال کې ده چې د زنداني کورنۍ په وار وار پر ده لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند په دې وروستيو کې د بنجامن بري ير د نه خوړو اعتصاب په اړه ويلي چې د فرانسې کونسلګرۍ چارواکي له نوموړي سره په اړيکه کې دي او د هغه قضيه په جدي توګه تعقيبوي.

په وروستيو کلونو کې ايراني چارواکو ځينې بهرني وګړي او يا دوه تابعته ايرانيان بنديان کړي چې په هغوی کې د بريتانيا، فرانسې او جرمني په ګډون د نورو هېوادونو وګړي شامل دي.