پاکستاني چارواکي؛ ۲۸۰ کورنیو د یونان ډوبه شوې کښتۍ کې د خپلو غړو ورکېدل تایید کړي

boat

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یونان کې په ډوبه شوې کښتۍ کې د نادرکه شوي انهام شفاعت مور (ښي خوا) او د نادرکه شوي اکاش ګلزار مور (کيڼ خوا)

پاکستاني چارواکي وايي،‌ تر دې مهاله څه باندې ۲۸۰ کورنیو ورته ویلي چې د یونان په ډوبه شوې کښتۍ کې یې خپل خپلوان سپاره وو.‌

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ملي‌ اسمبلۍ ته د خبرو پرمهال ویلي،‌ شاوخوا ۳۵۰ پاکستانیان په دغه کښتۍ کې سپاره وو خو یوازې ۱۲ ژوندي ژغورل شوي‌ دي.‌

نوموړی د یوناني چارواکو له خولې وايي،‌ چې‌ تر دې مهاله د دغې پېښې د ۸۲ قربانیانو مړي‌ موندل شوي او هڅه کوي‌ د ډي این ای له لارې یې پېژندګلوي کړي او پاکستان ته یې انتقال کړي.‌

په دغه کښتۍ کې چې له لیبیا نه ایټالیا ته روانه وه، څه باندې ۷۰۰ کسان سپاره وو او د جون پر ۱۴مه سمندر کې ډوبه شوه.

پاکستان چارواکي وايي، وېره لري چې ښايي‌ د مړو شویو شمېر نور هم لوړ شي.‌ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پارلمان ته په وینا کې ژمنه کړې چې "د انساني قاچاقچیانو پر ضد به جدي ګامونه اخلي."

رانا ثناالله

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، رانا ثناالله

ګڼ پاکستانیان مصر او لیبیا ته په قانوني لارو ځي او له هغه ځایه په ناقانونه ډول کښتیو کې اروپايي‌ هېوادونو ته په مرګونو لارو سفر کوي.

د نړیوالو ادارو د مالوماتو له مخې،‌ له ۲۰۱۴ کال راهیسې نژدې ۲۱ زره کسان په کښتیو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

تېره اوونۍ په ایټالیا کې افغان سفارت هم ویلي،‌ د یونان سمندر کې په ډوبه شوې کښتۍ کې افغانان هم مړه شوي خو د شمېر په اړه یې څه نه وو ویلي.‌

په افغانستان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت هم بي بي سي ته ویلي "یونان کې زمونږ سفارت په دې بوخت دی چې هغه افغانان تشخیص کړي چې د کښتۍ په پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی."

د یوناني چارواکو ناغېړي

An aerial view of a migrant boat that sank in the Mediterranean with hundreds of migrants on board. The deck of the ship can be seen overcrowded with people

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د الوتکې په وسیله مدیترانه کې د کډوالو د ډوبې شوې بېړۍ یو عکس

د دغې کښتۍ له ډوبېدو وروسته، پر یوناني چارواکو نېوکې ډېرې شوي چې د پېښې پر مهال یې بې غوري کړي او مرستې وړاندیز ته یې ځواب نه دی ویلی.‌

د اروپايي ټولنې پوله ساتي چارواکي وايي،‌ یونان د هغې الوتکې د ور استولو وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی چې د دغې کښتۍ د څارنې لپاره ور استول کېده.

بي بي سي ته مالومه شوې چې د کډوالو کښتۍ له ډوبېدو مخکې په سمندر کې په سختۍ حرکت کاوه، خو یوناني چارواکي ادعا کوي چې کښتۍ خوندي او په سم ډول روانه وه.

دغه کښتۍ د جون پر ۱۳مه په ځايي وخت سهار مهال،‌ د اروپايي‌ ټولنې د پولو ساتونکې ادارې یوې الوتکې لېدلې وه.

د فرنټیکس په نامه دغې ادارې د حالاتو د څارنې لپاره یونايي چارواکو ته د الوتکې د استولو وړاندیز کړی و خو هغوی ځواب نه و ورکړی.

یونايي چارواکي دا نه مني چې ګواکې پر خپل وخت یې ګامونه نه دي اخیستي. د بي بي سي موندنې ښيي‌ چې کښتۍ له ډوبېدو وړاندې نژدې اووه ساعته په سختۍ حرکت کاوه.

په انتلانتیک سمندر کې د ورک شوي اوبتل او د یونان په سمندر کې د کډوالو کښتۍ له ډوبېدو وروسته، اوس ګڼ داسې بحثونه را پورته شوي چې ولې د انسانانو ژوند ارزښت ته په "توپیري" ډول کتل کېږي.

ځینې په دې باور دي،‌ هومره پام چې ورک شوي اوبتل ته شوی، په یونان کې ډوبې شوې کښتۍ ته نه دی شوی.‌