د کډوالو بېړۍ ډوبېدل: يونان کې د شکمنو کسانو محاکمه
د یونان په سوېل کې نهه تنه د پیښې د کډوالو بېړئ ډوبېدو په تړاو محکمې ته حاضر شوي دي. د ۷۸ کسانو وژل کېدل تائید شوي او د نورو قربانیانو لټون دوام لري.
بي بي سي داسې شواهد ترلاسه کړي چې د یونان د سمندر ساتونکي د تراژیدي په اړه د شک وړ دي.
په سیمه کې د نورو بېړیو د حرکت ارزونه ښیي چې کښتۍ له ډوبېدو مخکې لږترلږه اوه ساعته حرکت نه کاوه.