یونان کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو ۱۷ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د یونان په لیسبوس ټاپو کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور بې درکه دي.
د یونان ساحل ساتونکي وايي، پېښه د چارشنبې په ماښام داسې حال کې رامنځته شوې چې دغه کښتۍ د ترکیې له سواحلو وتلې وه او په تېزو بادونو کې یې ۴۰ کسان لېږدول.
بل ځای کې د یونان په سویلي ټاپو کیتیرا کې لسګونه کډوال داسې مهال ژغورل شوي چې کښتۍ یې له ډبرو سره لګېدلې وه.
د ساحل ساتونکو له لوري خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې یوه ډله خلک تر ډبرو لاندې دي او ژغورونکي یې راکاږي چې خوندي ځای ته یې کړي.
دواړه کښتۍ د چارشنبې پر شپه او د پنجشنبې په سهار له یوه یله په سلګونه کېلو متره واټن کې څو ساعتونو کې زیان اوښتی.
د دغو کسانو د ژغورني لپاره رضا کاران هم د سویلي یونان په پیلوپونیس سیمې په کیتیرا ټاپو کې ژغورونکې ډلې سره یو ځای شول.
دوی ټولو هڅه کوله چې له دغې کښتۍ خلک وژغوري.
د کډوالو دغه کښتۍ دیاکوفتي کې د یوه ټاپو په ختیځ بندر کې له ۷۰ کیلومټره پر ساعت بادونو سره پر ډبرو لګېدلي، له پېښې وروسته سم لاسي په کښتۍ کې یوه سپور کس د خطر زنګ کېکاږلی دی.
د مارتا ستاتاکي په نامه د سیمي یوه اوسېدونکي اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي:" موږ بېړۍ لیدله چې ډبرو سره لګېدلې او ټول خلک له ډبرو لاندې شوي او هڅه کوي ځانونه ترې رابهر کړي."
ویل کېږي چې دغې کښتۍ له سپرو ۹۵ کسانو ۸۰ تنه یې ژغورل شوې دي.
رپوټونه وايي، بېړۍ کې د ۵۵ نارینه او ۱۸ ماشومانو په ګډون ۹۵ کسان سپاره وو چې په اصل کې له ایران، افغانستان او عراقه راغلي وو.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، بېړۍ د ترکیې له ایوالي بندره وتلې وه.
د یونان کډوالو چارو وزیر نوتېس میتاراچي له ترکیې غوښتي چې په سخته هوا کې د ناقانونه کډوالو د تېرېدو مخنیوي په برخه کې دې "بېړني"ګامونه پورته کړي.
ښاغلي میتاراچي پر ټویټر لیکلي: "تر دې دمه سمندر کې ډېرو کسانو خپل ژوند بایللی، خلک دغو کښتيو کې ډوبېږي، اروپايي ټولنه باید اقدام وکړي."
ښاروال سټراتوس هارهالاکیس ویلي، بېړۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کسان سپاره وو سره له دې چې دا بېړۍ له ۱۵ تر شلو کسان د وړلو ظرفیت لري.









