'یونان باید د کډوالو بې قانونه اېستل ودروي'

د اروپايي ټولنې یو لوړپوړی چارواکی وايي، یونان باید له خپلو پولو د بې قانونه کډوالو اېستل ودروي.
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره یلوا جوهاسن له بي بي سي سره خبرو کې وویل، له سمندر او ځمکې د ترکیې په لور د کډوالو ستنولو رپوټونه باوري او له بنسټیزو اروپايي ارزښتونو د سرغړونې ثبوت دی.
د انساني حقونو ملاتړې ډلې یونان تورنوي چې زرګونه کډوال- چې اروپا کې د پنا اخیستو لپاره د دغه هېواد سمندرغاړې ته رسېږي- له قانوني چلن او دوی ته له کوم چانس ور کولو پرته ترکیې ته ستنوي.
یونان تل دا تورونه ردوي، خو د بي بي سي څېړنې ښيي چې دا پېښې بیا بیا د یونان ساحلي اوبو کې شوې دي.
د بي بي سي څېړنې ښيي چې ځینې وخت د یونان پوله ساتو هغه کډوال هم د ترکیې او سمندر په لور ستانه کړي چې په ډېره سختۍ یې ځانونه تر وچې رسولي وو.
ځینې کډوالو د یونان د پوله ساتو د چلن په هکله په ملفون یا موبایل ټلیفون اخیستي انځورونه او ویډیووې بي بي سي ته سپارلې دي.
دې کسانو کې یوه بي بي سي ته ویلي، د یونان سمندرساتو ځواکونو ده او کورنۍ ته یې سپکې سپورې وویلې او ویې ګواښل که یونان ته ستانه شي، نو وبه وژل شي.
دې انځورونو کې ښکاري چې د کډوالو له زاریو او هیلو سره سره د سمندرساتي ځواک چټکې کښتۍ په چټکو مانورو د کډوالو کښتیو سره درنې څپې جوړوي چې ویې وېروي او د ترکیې په لور یې ستانه کړي.
یونان تر اوسه له یو لک شل زرو ډېر کډوال منلي دي.
د یونا د کډوالۍ او پنا غوښتنې وزارت چارواکو له بي بي سي سره له خبرو ډډه وکړه.
د کډوالۍ چارو فعالان د یونان دا چلن د نړیوالو ژمنو او د اروپايي ټولنې له قانون سرغړونه بولي.
ځینې اروپايي ټولنه تورنوي چې د یونان دې سرغړونې ته پام نه کوي، ځکه دا هېواد نورو اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د تګ خنډ دی.
یونان تر یو لک شل زره کډوالو ته ځای ور کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره یلوا جوهاسن بي بي سي ته وویل، اروپايي ټولنه د خپلو ارزښتونو لپاره له خپلو پولو دفاع کوي او دا دواړه باید د یو بل خلاف نه وي.
د نوموړې په خبره، د اروپا له بنسټیزو ارزښتونو سرغړونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
یونان پر ۲۰۱۵ کال د کډوالو سترې څپې سره مخ و، چې تر ډېره د سوریې او افغانستان له جګړې تښتېدلي وو.
ډېری دغه کډوال د ترکیې او یونان ترمنځ اوبو له لارې اروپا ته تلل او په دې سبب تېرو څو کلونو کې سلګونه یې دغو اوبو کې ډوب شوي دي.
د دې کډوالو له اوج یو کال وروسته ترکیې له اروپايي ټولنې سره تړون وکړ او د مالي مرستې بدل کې یې خپله خاوره کې زرګونه کډوالو ته ځای ور کړ.
د ساموس او لسبوس په څېر ټاپوګانو کې د کډوالو پنډغالو کې له اندازې ډېر کسان استوګن شوي او د استوګنې شرایط لا سخت او نامناسب بلل کېږي.










