افغان کډوال د زوی له ډوبېدو وروسته یونان کې محاکمه کېږي

ساموس ټاپو کې د کډوالو پنډغالی
د عکس تشریح، ساموس ټاپو کې د کډوالو پنډغالی

د یونان څارنوالي هغه افغان چې دغه هېواد ته د ترکیې له اوبو د تېرېدو پر مهال یې شپږ کلن زوی مړ شو "د بې پروايي او د خپل زوی د ژوند خطر سره مخ کولو" په تور محکمې ته بللی دی.

د رپوټونو له مخې دا لومړی ځل دی چې یونان کې څارنوالان دا ډول دوسیه محکمې ته رسوي.

د دغه افغان- چې لا یې هم پېژندګلي نه ده شوې- بادي کښتوړۍ چې ۲۵ نور کډوال هم پکې وو د نومبر پر اتمه ساموس ټاپو ته نږدې چپه شوه.

په هغه شپه دغه ۲۵ کلن افغان ځان تر سمندرغاړې ورساوه، خو شپږ کلن زوی یې د نیمې شپې توره تیاره کې په څپو کې ورک او په سبا یې مړی وموندل شو.

د کډوالۍ حقونو فعالان وايي، د دې افغان محاکمه کول د کډوالۍ پر حقونو نېغ برید دی او څارنوالان باید د موندونکې ډلې شپږ ساعته ځنډ استولو له امله سمندرساتی ګارډ تعقیب کړي، نه هغه پلار چې سمندرغاړې ته رسېدو سره یې د خپل زوی د نجات لپاره مرسته غوښته.

سږکال زرګونه کډوالو د ترکیې له لارې یونان ته د رسېدو هڅه کړې ده.

د ملګرو ملتونو رپوټونه وايي، یواځې تېرو ۱۱ میاشتو کې ۱۴ سوه کسانو ځانونه د مایوس ټاپو تر غاړې رسولي دي.

که محکمه دا افغان ګناګار وبولي، ښايي له ۶ تر ۱۰ کلونو بندي شي.

د هغه وکیل بي بي سي ته وویل، که څه هم نیمه شپه یې د یونان له سمندرساتو مرسته غوښتې او ټلېفون یې کړی، خو نږدې شپږ ګړۍ وروسته یو ګاډی د مړي لېږدولو لپاره ور لېږل شوی دی.

دا وکیل وايي، پولیس باید د دې ځنډ پوښتنه وکړي، نه دا چې د پلار چلن له محاکمې سره مخ کوي هغه هم په داسې مهال چې وچې ته رسېدو سره یې د مرستې ترلاسولو هڅه کړې ده.

د یونان د سمندرساتي ګارډ ویاند وايي، لومړنۍ هڅه کې یې هیڅ کښتوړۍ پیدا نه کړه او د شپې تیاره یې د پلټنې خنډ وه.

یونان ته پر ۲۰۱۵ کال ډېر زیات کډوال ورغلل چې تر ډېره یې د سوریې له جګړې او د افغانستان له وضعیت پښې سپکې کړې وې.

په دوی کې ډېری د ترکیې او یونا ترمنځ له اوبو اروپا ته د تلو په تکل وتلي وو، خو په دې څو کلونو کې سلګونه کسان دې اوبو کې ډوب یا غرق شول.

د دې کډوالۍ تر اوج ته رسېدو یو کال وروسته ترکیې له اروپايي ټولنې سره تړون وکړ چې د مالي مرستې بدل کې زرګونه کډوال خپله خاوره کې وساتي.

له هغه راهیسې تراوسه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ په مختلفو مسلو اړیکي خراب شوي او که څه هم اروپايي ټولنې له هنګري سره د دې مرستو زیاتولو ژمنه کړې، خو ترکیې د روان میلادي کال له پیل بیا له یونان سره خپله پوله پرانیسته او تېرو میاشتو کې بیا د کډوالو نوې څپه د اژه سمندرګي له لارې د یونان په لور ماته شوه.

وروستیو میاشتو کې یونان ته د کډوالو نوې څپې سره په اژه سمندرګي کې د یونان ټاپوګانو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ساموس او لېسبوس په څېر ټاپوګانو کې د کډوالو پنډغالو کې تر اندازې ډېر کډوال مېشت او د اوسېدو شرایط یې سخت او نامناسب رپوټ شوي دي.

سپټمبر میاشت کې د لېسبوس ټاپو یوه پنډغالي کې اور لګېدو نږدې ۱۲ زره کډوال بې سرپنا کړل.

یوناني چارواکو څلور افغانان په دې اور اچولو تورن کړل.

د یونان حکومت هڅه کوي دا هېواد اروپا ته د کډوالو د دروازې په توګه ونه ګڼل شي او په دې سبب د نویو کډوالو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کوي.