یونان پولیسو پر احتجاجي کډوالو اوښلن ګاز کاروولی

د موریا کمپ احتجاجي کډوال او پناه غوښتونکي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د موریا کمپ احتجاجي کډوال او پناه غوښتونکي

د یونان په لسبوس ټاپو کې پولیسو پر هغو احتجاج کوونکو کډوالو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی چې د چهار شنبې پر ورځ یې د اوسېدو کمپ کې اور ولګېد او تر شنه اسمان لاندې بې سرپناه پاتې شول.

په موریا نومي دغه کمپ کې چې د ۳۰۰۰ کسانو اوسېدو لپاره طرح شوی و، له ۱۳۰۰۰ ډېر کسان اوسېدل او اوس غواړي له دې ټاپو ووځي.

کډوال له ځايي پولیسو سره د هغه موقت کمپ په خوا کې لاس او ګرېوان شول چې یوناني چارواکو نوی چمتو کړی دی.

کډوال د نوي موقت کمپ پر ضد احتجاج کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کډوال د نوي موقت کمپ پر ضد احتجاج کوي

د ورځې په پیل کې د پولیسو له لوري د درول شویو خنډونو څنګ ته اور بل شوی و او اور وژونکو یې د وژلو هڅه کوله.

د چهارشنبې پر ورځ له اورلګېدو وروسته له کمپه تښتېدلي کسان په شاوخوا کروندو کې او یا پر سړکونو وخت تېروي.

موریا کمپ ته له ۷۰ هېوادونو کډوال او پناه غوښتونکي ورغلي وو، چې ډېری یې افغانان دي.

د جمعې پر ورځ مظاهره کوونکي له داسې لوحو سره چې 'موږ ازادي غواړو ' پرې لیکلي وو، د هغو خنډونو پر لور ورغلل چې پولیسو له موریا کمپه د وتلیو لارو پر سر درولي دي.

احتجاجي کډوالو د نوي موقت کمپ له جوړېدو سره مخالفت کاوه.

بل لور ته د ټاپو مستقل اوسېدونکي هم د نوي کمپ له ودانېدو سره سخت مخالفت کوي او د مرستو لېږدونکو لاریو مخه نیسي.

په کمپ کې له اورلګېدنې وروسته زرګونه کډوال بې سرپناه پاتې دي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په کمپ کې له اورلګېدنې وروسته زرګونه کډوال بې سرپناه پاتې دي

یونان او ایټالیا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د لویو جوپو ورتګ پر سر اروپايي هېوادونو کې هم نظرونه سره وېشلي دي.

ایټالیا او یونان پر شتمنو شمالي هېوادونو تور پورې کوي چې د کډوالو منلو لړ کې کافي ونډه نه اخلي او یو شمېر ختیځو او مرکزي هېوادونو بیا د کډوالو او پناه غوښتونکو د یوه معلوم شمېر له منلو برالا انکار کړی دی.

یوناني چارواکي وايي، له شنبې وروسته به یو شمېر بې سرپناه پاتې شوي کډوال په نوي موقت ودان شوي کمپ کې استوګن کړي.

کډوال د اور له لګېدو وروسته له کمپه وتښتېدل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کډوال د اور له لګېدو وروسته له کمپه وتښتېدل

بل لور ته د جمعې پر ورځ جرمني وویل، لسو اروپايي هېوادونو منلې چې هغه ۴۰۰ ماشومان به مني چې مخکې په موریا کمپ کې اوسېدل.

خو یو شمېر خیریه ټولنې او فعالان له جرمني حکومته غواړي چې یوازې د دې ماشومانو پر ځای باید د ټولو کډوالو لپاره لا زیاتې هڅې وشي.