د یونان تر ټولو ستر پنډغالي کې اور؛ زیانمن افغانان خوندي ځای ته لېږدول کېږي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یونان چارواکو ډاډ ور کړی چې د دغه هېواد موریا پنډغالي کې له اور لګېدو وروسته ماشومان او زیانګالي افغانان خوندي ځای ته لېږدوي.
دغه پنډغالي کې د چارشنبې په ورځ( د سپټمبر ۹) اور ولګېد چې په یونان کې د کډوالو ستر پنډغالی دی.
ویل کېږي موریا پنډغالي کې نږدې ۱۳ زره کسان وو، چې ډېر یې افغانان دي.
د یونان په لسبوس کې د موریا په نامه دغه کمپ کې چې له ۳۰۰۰ د لږ کسانو لپاره طرح شوی و، له وړتیا ډېر کسان مېشت وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګرام هېواد بي بي سي ته وویل، پنډغالي کې تر اور وروسته یونان کې افغان سفیر د دغه هېواد د کډوالو وزارت مرستیال سره غږېدلی دی:
"یوناني چارواکو سفیر ته ډاډ ور کړی چې زیانګالو او ماشومانو ته مناسب ځای په پام کې نیول شوی او هلته لېږدول شوي دي."
خو یونان کې د بې پولې ډاکټرانو یوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې له موریا کمپ وتلي کډوال له هر ډول مرستې پرته د نږدې ښارګوټي میټلیني په لارو کوڅو کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه اور څنګه ولګېد، خو د اور وژنې لپاره یې د اطفایې ۴۰ ګاډو داسې حال کې برخه واخیسته چې پکې مېشت ډېری کډوال له لوګیو اغېزمن شوي وو.
یو شمېر کسان پر کډوالو د اور لګولو تور پورې کوي، خو ځینې نور بیا وايي، پنډغالي ته ځايي اوسېدونکو اور ورته کړی دی.
پولیسو د پېښې لومړیو کې شاوخوا ښارګوټو ته د کډوالو تلو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو لپاره د اروپايي ټولنې کمشنره یلوا جانسن وايي، مرکزي سیمو ته یې د ۴۰۰ مجردو ځوانانو او ماشومانو لېږدولو پرېکړه منلې ده.
تر اوسه د اور له کبله د مړینې اعلان نه دی شوی. یوه عیني شاهد ویلي، کډوالو ته د زیتون یوه بڼ ته څېرمه یو موقت کمپ جوړ شوی دی.
موریا کمپ کې تر ۱۳۰۰۰ ډېر کډوال اوسېدل. دا د رسمي شمېرو پرتله څلور برابره لوړه شمېره ده.

د عکس سرچینه، Reuters
تېره اونۍ وروسته تر هغه چې د یوه کډوال د کورونا وېروس معاینې پایله مثبته وختله دا کمپ قرنطین شو.
تر اوسه په دې کمپ کې د کورونا وېروس ۳۶ مثبتې پېښې موندل شوې دي.
د یونان د خبري اژانس ANA په وینا، اور وروسته تر هغه بل شوی چې ۳۵ کډوالو له خپلو کورنیو د جلا کېدو او تجریدېدو په اړه اعتراض وکړ.
خو دا رپوټ لا نه دی تایید شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې خبري اژانس یوه عکاس ویلي، پولیسو د کډوالو د تېښتې لار په موټرو تړلې ده چې کمپ ته څېرمه سمندري ښار ته ننه نه وځي.
د لیسبوس یوه چارواکي اریس هټزیکومینوس یوې سیمه ییزې رادیو ته ویلي، دا کمپ "بشپړ ویجاړ" شوی دی.
د یونان لومړي وزیر کریاکاس میټسوتاکیز د اور له کبله بېړنۍ غونډه وربللې ده.









