د ناقانونه کډوالۍ کړکېچ؛ یونان کې د ډوب شویو کسانو مړي تر میاشتو په یخچالونو کې ساتل کېږي

کډوال

د عکس سرچینه، Reuters

له يونانه را رسېدلي رپوټونه وايي، يوازې تېره یوه مياشت درې وړې کښتۍ چې د افغانانو په ګډون کډوال په کې سپاره وو، د يونان په سمندر کې ډوبې شوې دي.

د رپوټونو له مخې څو ورځې وړاندې لږ ترلږه ۲۷ تنه پناه غوښتونکي چې هڅه یې کوله له ترکیې نه یونان ته ځانونه ورسوي ډوب شول.

له دې پېښې څو ساعته وروسته یوه بله کښتۍ چې اتیا تنه په کې سپاره وو له یوه ټاپو سره نژدې ډوبه شوه، ۱۶ کسانو په کې خپل ژوند وبایلود چې ۱۲ یې نارینه، درې ښځې او یو ماشوم په کې شامل وو.

د یونان ساحلي ساتونکي وتوانیدل چې د ۶۳ کسان ژوندي وژغوري.

يونان کې د افغان کډوالو په وينا د هغو افغانانو مړي چې دغو پېښو کې يې خپل ژوند بايللى اوس هم په يخچالونو کې دي او افغانستان ته يې د لېږدولو زمينه نه ده برابره شوې او د ځینو مړي بې درکه دي.

میر نواز محمدي چې په یونان کې له افغان کډوالو سره د خیریه چارو په ترسره کولو بوخت دی وايي: درې کښتۍ ډوبې شوې، چې هره یوه کې پنځلس - شپاړلس افغانان شامل دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، پکې ډوب شوي دي او د ځینو مړي چې موندل شوي، اوس هم بخچالونو کې ساتل کېږي.

له هغه راهیسې چې له اروپا نه افغانستان ته الوتنې بندې شوې له یونان او نورو اروپايي هېوادونو نه د اجسادو لېږد ستونزمن شوی او د پخوا پرتله یې لګښت هم ډېر شوی دی.

د ښاغلي محمدي په وینا د ځینو کسانو پر مړو دومره ډېر وخت وتلی چې اوس یې پېژندګلوي ګرانه شوې ده.

د يونان په يو شمېر ښارونو او ټاپوګانو کې کډوال په ناوړه شرايطو کې ژوند کوي چې په کې ډېر شمېر افغانان دي.

دغه کډوال له ناقانونو لارو اروپا ته د ځان رسولو په هڅه کې له ګڼو خطرونو سره مخامخېږي.

ملګرو ملتونو ويلي تېر کال اټکل دوه نيم زره وګړي اروپا ته د تلو په تکل سمندر کې ډوب شوي.