له ډوب شوې کښتۍ ژغورل شوی کډوال: د سترګو پر وړاندې مې انسانان مړه کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د انګلش چېنل سمندري لارې اوږدو کې د هغو کډوالو کښتۍ له ډوبېدو نژدې اونۍ تېره شوه، چې د فرانسې له کالې ساحله بریتانیا ته پر لار وو. دې پېښه کې له دوو ژوندي پاتې کسانو یو وايي، اوس هم بوږنېږي.
د فرانسې موټرو یوه تم ځای کې په ګرځنده څوکۍ کې ناست ۲۸ کلن محمد عیسی عمر د هغې پېښې په کله وویل:
په شاوخوا کې مې انسانان ولیدل چې مړه شول. هغه کسان چې لامبو یې زده نه وه، په څو دقیقو کې سمندر کې ډوب شول او ساه یې وخته. اوبه ډېرې سړې وې، ډېرې سړې وې. ''
دی وايي، په کښتۍ کې نور ۲۹ کسان یې نه پېژندل چې غوښتل یې له همدې لارې بریتانیا ته ورسېږي.
دوی د هغو زرګونو کډوالو له ډلې وو، چې له دې خطرناکې لارې تېرېږي او سږ کال یې ۲۵ زره بریتانیا ته رسېدلي دي.
محمد عیسی وايي، د فرانسې له ساحله د سفر له پیلولو به نژدې درې نیم ساعته تېر و، چې کښتۍ توپاني شوه او ځینو سپرلیو چې ټیلیفونونه درلودل، د مرستې لپاره یې زنګونه پیل کړل.

د دې کښتۍ یوه بل ژغورل شوي مسافر کردي رسنیو ته ویلي، د کښتۍ مسافرو انګلستان او فرانسې دواړو لوریو ته د مرستې لپاره زنګونه وهل.
محمد عیسی وايي، ''زموږ موبایلونه له مخکې په اوبو کې و، خو یوه ملګري چې موبایل یې کار کاوه، (بریتانوي) چارواکو ته ټیلیفون وکړ او هغو د موقعیت استولو ورته وویل. ''
دی زیاتوي: ''خو له دې مخکې د هغه موبایل ته هم اوبه ننوتې او موږ و نه شو کولای پیغام واستوو. ''
محمد وايي، بیا یې د یوه بل کس غږ واورید چې د موبایل له لارې غږیده. محمد بي بي سي فارسي څانګې ته وویل:
''له بل لوري څوک په انګلیسي غږېدل، خو د دې کس موبایل ته هم اوبه ورسېدې او خبره نیمګړې پاتې شوه. ''
دی زیاتوي:
''له هغه وروسته مې خلک ولیدل چې یو په بل پسې ډوب شول، د سترګو په وړاندې مې انسانان ولیدل چې ساه یې وخته. لامبو مې پیل کړه، لېرې مې یوه لویه کښتۍ ولیده او هغه لور ته مې په اوبو کې لامبو وهله. ''
محمد له پېښې څو ساعته وروسته وژغورل شو، خو دې پېښه کې یو بل ژوندی ژغورل شوی عراقی محمد شیخه احمد وايي، د نسکورې شوې کښتۍ ځینې مسافرو تر لمر خاته پورې کوښښ کاوه په کښتۍ پورې نښتي پاتې شي، خو وروسته و نه توانېدل او یو په بل پسې اوبو کې ډوب شول.
د چهارشنبې په ماسپښین بیا د فرانسې یوه کب نیونکي د ډوب شویو کسانو مړي د اوبو پر سر ولیدل او له هغه وروسته مرستندویان د پېښې ځای ته ورسېدل، خو یوازې همدا دوه کسان یې ژوندي وموندل.
محمد عیسی چې اوس یې تر ساعتونو پورې په سمندر کې د پاتې کېدو له کبله د پښو پاړسوب درملنه کېږي وايي، ''د الله تعالی شکر ادا کوم، چې ژوندی پاتې شوم. ''
دې پېښه کې په وژل شویو کسانو کې له یوې پېغلې پرته چې غوښتل یې د ژوند ملګري ته ځان ورسوي، د نورو نومونه تر اوسه معلوم نه دي.
په بې درکه کسانو کې یوه ښځه له خپلو دریو ماشومانو سره شامله ده، چې یوه ماشومه یې ایله اووه کلنه وه.
محمد وايي، هغه دواړه کسان مړه شول، چې د مرستې لپاره یې ټیلیفونه کړي وو او دا هم معلومه نه شوه، چې دوی چا ته او چېرې ټیلیفونونه وکړل.









